د هرات ښار د درېیمې ناحیې د دویم ګذر اړوند د مخابراتو سړک په جنوبي برخه کې د کانال جوړولو پروژه، چې ۷۳۵ متره اوږدوالی او ۰.۹ متره پلنوالی لري، د هرات ښاروالۍ له پراختیايي بودجې څخه د شاوخوا ۳.۵ میلیونه افغانیو په لګښت بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

web_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۳:۳۹
د هرات ښار د درېیمې ناحیې د دویم ګذر اړوند د مخابراتو سړک په جنوبي برخه کې د کانال جوړولو پروژه، چې ۷۳۵ متره اوږدوالی او ۰.۹ متره پلنوالی لري، د هرات ښاروالۍ له پراختیايي بودجې څخه د شاوخوا ۳.۵ میلیونه افغانیو په لګښت بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

دغه پروژه د هرات ښاروالۍ د محترم ښاروال الحاج مولوي حمدالله نعماني له لوري، د ښاروالۍ د فني او مسلکي رئیس انجنیر محمد ایوب سیف‌الجهاد، د دفتر او څارنې او ارزونې آمرینو، د درېیمې ناحیې د اړوندو څانګو مسئولینو، د سیمې د مشرانو، د ګذر وکیلانو، د پراختیايي شوراګانو د رئیسانو او یو شمېر اوسېدونکو په حضور کې په رسمي ډول پرانیستل شوه.

یاده پروژه د سطحي اوبو د ښه مدیریت، د سړکونو د ویجاړېدو د مخنیوي او د هرات ښار په درېیمه ناحیه کې د ښاري زیربناوو د وضعیت د ښه والي په موخه پلې شوې ده.

په همدې حال کې، د هرات ښار د درېیمې ناحیې یو شمېر اوسېدونکو د دغې پروژې د بشپړېدو او ګټې اخیستنې ته د سپارلو هرکلی وکړ او دا یې د سطحي اوبو له امله د رامنځته کېدونکو ستونزو د کمولو، د سړکونو د وضعیت د ښه والي او د ښاري خدمتونو د کیفیت د لوړولو په برخه کې یو اغېزمن ګام وباله.

له بلې خوا، د قراردادي شرکت مسئولینو څرګنده کړه چې یاده پروژه یې د ټاکل شوو تخنیکي معیارونو او ټاکلې مودې په چوکاټ کې بشپړه کړې ده.

د یادونې وړ ده چې دغه پروژه د «هري سیکارام» ساختماني او سړک جوړونې شرکت له لوري د څه باندې دوو میاشتو په موده کې بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۳:۳۵
Background image

افتتاح و بهره‌برداری از پروژه اعمار کانال سمت جنوب جاده مخابرات با هزینه‌ای حدود ۳.۵ میلیون افغانی در ناحیه سوم شهر از سوی شاروال هرات و هیئت همراه شان.

پروژه اعمار کانال سمت جنوب جاده مخابرات، واقع در گذر دوم ناحیه سوم شهر هرات، به طول ۷۳۵ متر و عرض ۰.۹ متر، با هزینه حدود ۳.۵ میلیون افغانی از بودجه انکشافی شاروالی هرات تکمیل و به بهره. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۸:۴۰
Background image

افتتاح و آغاز کار پروژه آسفالت سرک فراشان مربوط ناحیه دهم شهر با هزینه‌ای حدود ۷.۵ میلیون افغانی از سوی شاروال هرات و هیئت همراه شان.

کار پروژه آسفالت سرک فراشان، واقع در ناحیه دهم شهر هرات، به طول ۵۰۰ متر و عرض ۱۲ متر، با هزینه مجموعی ۷ میلیون و ۲۳۲ هزار و ۷۴۶ افغانی از بودجه انکشافی شاروالی هرات، به‌گونه رسمی از سوی. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۹:۵
Background image

افتتاح و آغاز بهره‌برداری از پروژه آسفالت و اعمار کانال‌های کوچه ترانس در گذر فاروقیه با هزینه‌ای بیش از ۳ میلیون افغانی از سوی شاروال هرات و هیئت همراه شان.

پروژه آسفالت و اعمار کانال‌های کوچه ترانس، واقع در گذر فاروقیه مربوط ناحیه دوازدهم شهر هرات، به طول ۴۴۰ متر و عرض ۷ متر، شامل آسفالت جاده و احداث ۳۶۰ متر کانال در دو طرف آن با هزینه. . .

BACK TO NEWS