د هرات والي د دغه ولایت له ښاروال سره وکتل د هرات والي، شیخ مولانا نوراحمد اسلام‌جار، د دغه ولایت له ښاروال، الحاج مولوي حمدالله نعماني سره لیدنه او خبرې وکړې.

web_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۱۴:۱۹
د هرات والي د دغه ولایت له ښاروال سره وکتل  د هرات والي، شیخ مولانا نوراحمد اسلام‌جار، د دغه ولایت له ښاروال، الحاج مولوي حمدالله نعماني سره لیدنه او خبرې وکړې.

په دې لیدنه کې د هرات والي د دغه ښار د نوي ماسټرپلان د ژر تر ژره پلي کېدو پر چټکتیا ټینګار وکړ او د یاد پلان پلي کېدل یې د منظم ښاري پراختیا، د زیربناوو د ښه والي او د ښار د اقتصادي ودې لپاره مهم ګام وباله.

په همدې حال کې، د هرات ښاروال، الحاج مولوي حمدالله نعماني، د ولایت والي ته د ښه راغلاست ترڅنګ ډاډ ورکړ، چې د هرات ښاروالۍ به د نوي ماسټرپلان د پلي کېدو او د هغه د پراختیايي موخو د تحقق لپاره هڅې وکړي.

د هرات ښار نوی ماسټرپلان د ښاري پراختیا لپاره پراخ او راتلونکي‌محور لیدلوری لري، چې شاوخوا ۸۰۰ زره جریبه ساحه په بر کې نیسي.

په دغه پلان کې د دوو نویو ښاري ناحیو، یعنې ۱۶مې او ۱۷مې ناحیې، جوړېدل په پام کې نیول شوي، چې د ښار د منظم پراخوالي او د ښاري خدمتونو د غوره وېش زمینه به برابره کړي.

همدارنګه، په نوي ماسټرپلان کې د نوي صنعتي ښارګوټي لپاره د مناسبې او پراخې ساحې ځانګړي کول، په نوي ښار کې د سړکونو د شبکې پراختیا، د لوجستیکي پارک جوړول او د زیربناوو او پراختیا اړوند نورو برخو ته پاملرنه شوې ده.

د دغه ماسټرپلان پلي کېدل کولای شي د هرات ښار په متوازنه پراختیا، د ښاري زیربناوو په ښه والي، د تګ راتګ په اسانتیا، د صنعتي او سوداګریزو فعالیتونو په ملاتړ او د پانګونې او اقتصادي ودې لپاره د مناسبو شرایطو په برابرولو کې مهم رول ولوبوي.

د هرات ښاروالۍ ژمنه دی، چې د ولایت مقام او نورو اړوندو ادارو سره په همغږۍ به د هرات ښار د معیاري، منظمې او دوامدارې پراختیا لپاره اغېزمن ګامونه پورته کړي.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۱۴:۱۷
Background image

دیدار والی هرات با شاروال این ولایت شیخ مولانا نوراحمد اسلام‌جار، والی هرات، با الحاج مولوی حمدالله نعمانی، شاروال این ولایت، دیدار و گفتگو کرد.

در این دیدار، والی هرات بر تسریع روند تطبیق هرچه زودتر ماسترپلان جدید شهر هرات تأکید کرد و تطبیق آن را گام مهم در راستای توسعه منظم شهری، بهبود زیربناها و فراهم‌سازی زمینه رشد اقتصادی. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۹:۱۳
Background image

برگزاری کنفرانس فرهنگ شهرنشینی برای وکلای گذر، رؤسای شوراهای محلی و متنفذین با همکاری بنیاد خیریهء عاطفی

حسب هدایت مکتوب شماره ۵۰ مؤرخ ۲، ۱، ۱۴۴۸ ریاست عمومی انسجام امور شاروالی‌ها در زمینهء تدویر کنفرانس فرهنگ شهرنشینی، آمریت امور فرهنگی و اجتماعی ریاست حکومتداری شهری شاروالی هرات به اساس. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۳:۳۴
Background image

افتتاح و بهره‌برداری از پروژه اعمار کانال دوطرفه جاده شش‌راه بکرآباد تا مسجد مولانا آدینه واقع در ناحیه سوم شهر با هزینه‌ای حدود ۳.۵ میلیون افغانی از بودجه انکشافی شاروالی هرات.

پروژه اعمار کانال دوطرفه جاده شش‌راه بکرآباد تا مسجد مولانا آدینه، واقع در گذر نهم ناحیه سوم شهر هرات، به طول مجموعی ۸۰۰ متر و عرض ۰.۶ متر، با هزینه ۳ میلیون و ۳۹۳ هزار و ۳۵۴ افغانی از. . .

BACK TO NEWS