د هرات ښاروالۍ د ریاستونو او د پنځلس‌ګونو ښاري ناحیو د آمریتونو ترمنځ د کورني فوټسال جام سیالۍ پیل شوې.

web_admin
Tue, Jul 21 2026 2:29 PM
د هرات ښاروالۍ د ریاستونو او د پنځلس‌ګونو ښاري ناحیو د آمریتونو ترمنځ د کورني فوټسال جام سیالۍ پیل شوې.

د ښاروالیو د چارو د انسجام لوی ریاست د لارښوونې پر بنسټ، چې موخه یې په ښاروالیو کې د ورزشي فعالیتونو پراختیا او د ورزشکارانو ملاتړ دی، د هرات ښاروالۍ د فرهنګي او ټولنیزو چارو آمریت د درې‌ګونو ریاستونو، د تنظیف او زرغونتیا، د مارکېټونو د تنظیم چارو او د ښار د پنځلس‌ګونو ناحیو ترمنځ د فوټسال سیالۍ د اتو لوبډلو په ګډون ترسره کړې.

د سیالیو دغه پړاو د هرات ولایت د بدني روزنې ریاست په همغږۍ د میرویس صادق په ورزشي جمنازیوم کې ترسره شو. د سیالیو په لومړۍ ورځ د ښاروالۍ د تنظیف عمومي مدیریت لوبډلې او د عوایدو «الف» آمریت لوبډلې یو له بل سره سیالي وکړه، چې په پایله کې د ښاروالۍ د تنظیف عمومي مدیریت لوبډلې د ۸-۵ په پایله بریا خپله کړه.

د هرات ښاروالۍ د فرهنګي او ټولنیزو چارو آمر، حاجي غلام حضرت امیني وویل، د اسلام سپېڅلی دین د نشه‌یي او مسکراتو توکو څخه د لرېوالي ترڅنګ د ټولنې ټولو قشرونو، په ځانګړې توګه ځوانانو ته د ورزش او سالم ژوند سپارښتنه کړې ده.

نوموړي زیاته کړه چې یاد آمریت په پام کې لري، د فوټسال سیالیو له پای ته رسېدو وروسته، د بدني روزنې آمریت په همغږۍ د والیبال، منډې او بایسکل ځغلونې سیالۍ هم د ورزشکارانو د ملاتړ په موخه ترسره کړي.

همدارنګه، د هرات ښاروالۍ د مقام له لوري د منظور شوې ورزشي طرحې له مخې، ټاکل شوې ده چې د دغو سیالیو له پای ته رسېدو وروسته د فوټسال جام لومړی د دولتي ادارو ترمنځ او ورپسې د هرات ښار او ولسوالیو د ښاروالیو ترمنځ هم ترسره شي.
 

Latest news

BACK TO NEWS