د هرات ښاروالۍ د پراختیايي بودجې څخه د ۴.۵ میلیونه افغانیو په لګښت د فرهنګ پارک شمالي لوري د سرپوښلي کانال د جوړولو پروژه پرانیستل شوه.

web_admin
Tue, Sep 22 2026 3:29 PM
د هرات ښاروالۍ د پراختیايي بودجې څخه د ۴.۵ میلیونه افغانیو په لګښت د فرهنګ پارک شمالي لوري د سرپوښلي کانال د جوړولو پروژه پرانیستل شوه.

د هرات ښار د پنځمې ناحیې اړوند، د فرهنګ پارک شمالي لوري ته د سړک له پلي‌لارې سره نښتی د سرپوښلي کانال د جوړولو پروژې چارې، چې ۳۵۰ متره اوږدوالی او ۱.۲ متره پلنوالی لري، د هرات ښاروالۍ له پراختیايي بودجې څخه د ۴.۵ میلیونه افغانیو په لګښت په رسمي ډول پرانیستل شوې او چارې یې پیل شوې.

د یادې پروژې د پرانیستې په مراسمو کې د هرات ښاروالۍ د فني او مسلکي رئیس انجینر محمد ایوب سیف‌الجهاد، د ښاروالۍ د نظارت او ارزونې آمر انجینر محمدیار شهاب، د پنځمې ناحیې آمر مولوي محمد نسیم شهیدزاده، د سیمې مشرانو او د ګذر وکیلانو، د سیمې د انکشافي شوراګانو رئیسانو او د ښاروالۍ د اړوندو برخو یو شمېر مسئولینو ګډون کړی و.

د هرات ښاروالۍ مسئولین د دې پروژې پلي کول د اوبو د لارو د وضعیت د ښه والي، د سطحي اوبو د غوره مدیریت او په دې برخه کې د شته ستونزو د حل په موخه مهم بولي او د چارو پر مهال د کیفیت او فني معیارونو پر رعایت ټینګار کوي.

په همدې حال کې، د ښار د پنځمې ناحیې اوسېدونکو د دې پروژې د چارو د پیل له امله خوښي څرګنده کړې او د دې پروژې پلي کول یې د چاپېریالي وضعیت د ښه والي او د ښاریانو د تګ‌راتګ د اسانتیا په برخه کې اغېزمن ګام بللی دی.

له بلې خوا، د «مدبران» ساختماني شرکت مسئولین د پروژې د چارو د کیفیت په اړه ډاډ ورکوي او وایي، چې دغه پروژه به د فني او تخنیکي معیارونو له مخې، په ټاکل شوې موده کې بشپړه شي.

د یادونې وړ ده، چې ټاکل شوې دغه پروژه د درېیو تقویمي میاشتو څخه په زیاته موده کې بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

Latest news

Tue, Sep 22 2026 3:41 PM
Background image

Futsal Tournament Final Held Among Herat Municipality Departments and the 15 District Offices

The final match of the internal futsal tournament among the departments of Herat Municipality and the offices of its 15 urban districts was held as part of efforts to promote sports. . .

Tue, Sep 22 2026 3:24 PM
Background image

Opening and Commencement of Asphalt Paving Project on the Southern Road of Herat Grand Mosque

The asphalt paving project for the southern road of the Grand Mosque in Herat City has been officially inaugurated and commenced, covering a length of 220 meters and an average width of. . .

Sun, Sep 20 2026 3:06 PM
Background image

Completion of Asphalt Paving Works on the Remaining Sections of the Underpass Project in Central Herat

Asphalt paving works on the remaining sections of the underpass project in central Herat were completed last night by Herat Municipality.

Municipal officials stated that with the. . .

BACK TO NEWS