د هرات ښاروالۍ د ۱۴۰۵ مالي کال د دوهم ربع حساب ورکولو غونډه ترسره شوه   د هرات ښاروالۍ د ۱۴۰۵ مالي کال د دوهم ربع د کړنو، فعالیتونو او لاسته راوړنو په موخه، د هرات ښار له ښاریانو سره د روڼتیا او حساب ورکونې د تأمین په هدف، د حساب ورکولو غونډه ترسره شوه.

web_admin
Tue, Oct 06 2026 9:08 AM
د هرات ښاروالۍ د ۱۴۰۵ مالي کال د دوهم ربع حساب ورکولو غونډه ترسره شوه   د هرات ښاروالۍ د ۱۴۰۵ مالي کال د دوهم ربع د کړنو، فعالیتونو او لاسته راوړنو په موخه، د هرات ښار له ښاریانو سره د روڼتیا او حساب ورکونې د تأمین په هدف، د حساب ورکولو غونډه ترسره شوه.

په دې غونډه کې د هرات والي مفتي نورالدین احمد اسلام جار، د هرات ښاروال محترم الحاج مولوي حمدالله نعماني، د ښاري حکومتولۍ، فني او مسلکي او عوایدو او محاسبې ریاستونو رئیسانو، یو شمېر داخلي آمرینو، د ګذر وکیلانو او د ښاري ناحیو د پراختیايي شوراګانو رئیسانو ګډون کړی و.
 
غونډه د الله تعالی د روح‌بښونکو کلام څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شوه.
 
وروسته، د هرات والي مفتي نورالدین احمد اسلام جار د ښاروالۍ د روان مالي کال د دوهم ربع د حساب ورکونې په غونډه کې د ښاري ژوند د فرهنګ پر پیاوړتیا ټینګار وکړ.
 
شیخ اسلام جار وویل، چې ښاري ماستر پلان د خلکو او د ګذر د وکیلانو په همکارۍ تطبیقېږي او په دې برخه کې د ټولو اړوندو لورو هر اړخیزې همکارۍ ته اړتیا ده.
 
ورپسې، د هرات ښاروال محترم الحاج مولوي حمدالله نعماني د دې غونډې د جوړېدو موخه له ښاریانو سره د هرات ښاروالۍ د کړنو، فعالیتونو او لاسته راوړنو د روڼ او شفاف راپور شریکول وبلل.
 
د هرات ښاروال وویل: «ملت ته حساب ورکول د اسلامي نظام له اصولو څخه دی او د ښاروالۍ مسؤلین باید د خلکو پر وړاندې حساب ورکوونکي وي.»
 
نوموړي زیاته کړه، چې د دې ادارې له لوري له ښاریانو څخه راټولېدونکي ټول عواید به په شفاف او متوازن ډول د هرات ښار د انکشاف او پراختیا په موخه ولګول شي.
 
د هرات ښاروال همداراز وویل، چې ښاروالۍ د ټولو ښاریانو ګډ کور دی او ښاریان کولای شي خپلې نظریې، وړاندیزونه او عریضې د هرات ښاروالۍ له مشرتابه سره شریکې کړي.
 
هغه څرګنده کړه، چې د هرات ښاروالۍ په ۱۴۰۵ مالي کال کې د څه باندې یو میلیارد افغانیو په ارزښت ۸۰ لویې پراختیايي پروژې په خپل پلان کې شاملې کړې دي، چې د ۴۲ پروژو چارې یې پیل شوې دي.
 
په دوام کې، د هرات ښاروالۍ د ښاري حکومتولۍ رئیس مولوي عبدالواحد خیرخواه، د ۱۴۰۵ مالي کال د دوهم ربع په ترڅ کې د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله د پیغامونو خپرول، د ښاري نظم او پراختیا کمېسیون د غونډو جوړول، د ګذر وکیلانو لپاره د روزنیزو سیمینارونو ترسره کول، د ښاروالۍ د اداري غونډو جوړول، د ۵۰ تنو ګذر وکیلانو او ۵۰ تنو د پراختیايي شوراګانو د رئیسانو ټاکل، د «ښاروالۍ–ښوونځي» د درېیو کمېټو جوړول، د ادرس ورکولو او سړکونو د نومولو له پروژې څخه څارنه او یو شمېر نور مهم پروګرامونه د دې ریاست د دوهم ربع له مهمو لاسته راوړنو څخه وبلل.
 
له بلې خوا، انجینر صباوون کاکړ، د هرات ښاروالۍ د فني او مسلکي ریاست په استازیتوب د پلانونو د ترتیب او ښاري پلانونو د پراختیا آمر، وویل، چې په ۱۴۰۵ مالي کال کې د څه باندې یو میلیارد افغانیو په ارزښت ۸۰ لویې پراختیايي پروژې د دې ادارې په پلان کې شاملې شوې دي، چې د دوهم ربع په جریان کې یې د ۳۸ پروژو د کار چارې پیل شوې، ۱۴ لویې پروژې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې او ۲۸ نورې پروژې د سروې او تخنیکي اسنادو د چمتو کولو په پړاو کې دي.
 
د هرات ښاروالۍ د ښاري پلانونو آمر د ترافیکي او سوداګریزو زیرزمینیو، سوداګریزو او اداري ودانیو، استنادي دېوالونو، د ښار د سړکونو او جادوګانو د روښانولو، د سړکونو د اسفالت او کانکریټ اچونې، د کانالونو د جوړولو، د تفصیلي پلانونو د طرحې او ترتیب، د ښار تنظیف، د شنو ساحو د پراختیا، د سړکونو د خط‌اندازۍ، د بلوارونو رنګولو، د ښار د منظرې د تزئین او ښکلا، د ښاري نظم د تأمین او د بیو د ارزونې او کنټرول چارې د روان کال لپاره د دې ریاست له مهمو پروګرامونو څخه وبللې.
 
ورپسې، امان‌الله عظیمي د هرات ښاروالۍ د عوایدو او محاسبې ریاست په استازیتوب د ۱۴۰۵ مالي کال د دوهم ربع د عوایدو او لګښتونو په اړه معلومات وړاندې کړل او ویې ویل، چې په یاد ربع کې د راټولو شویو عوایدو ټولیزه کچه شاوخوا ۳۳۷ میلیونه افغانیو ته رسېدلې ده.
 
نوموړي زیاته کړه، چې یاد عواید د دولتي، استوګنیزو او سوداګریزو ملکیتونو د صفایۍ له درکه، د پلانونو د نقشو د ویزې محصول، د لوحو او اعلانونو ټکس، د صنفي جوازنامو د ښاري خدمتونو محصول، له ګمرک څخه د داخلېدونکو وسایطو د ښاري خدمتونو محصول، د ترافیکي عوارضو د ښاري خدمتونو محصول، د هرات ښاروالۍ د ملکیتونو د کرایې او نورو عایداتي سرچینو له لارې راټول شوي دي.
 
ښاغلي عظیمي همداراز د ۱۴۰۵ مالي کال د دوهم ربع عادي او پراختیايي لګښتونه ټولټال ۲۲۱ میلیونه افغانۍ وبلل.

Latest news

Sun, Oct 04 2026 11:13 AM
Background image

Herat Mayor Inspects the Progress of Development Projects Across the City

As part of the ongoing monitoring program of the leadership and officials of Herat Municipality to oversee the implementation of development projects across the city’s 15 districts,. . .

Wed, Sep 30 2026 10:47 AM
Background image

Opening and Inauguration of the Bademorghan Road to Bakrabad Square Drainage Channel Project at a Cost of Approximately AFN 3 Million

The drainage channel construction project along Bademorghan Road to Bakrabad Square, covering the fifth, sixth, and seventh neighborhood blocks of District 3 of Herat City, has been. . .

BACK TO NEWS