د هرات ښاروالۍ اداري غونډه ترسره شوه

web_admin
Tue, Jan 09 2024 2:39 PM
جلسه

د هرات ښاروالۍ ریاست اداري غونډه د هرات ښاروال الحاج ملا عبدالرازق راشد په مشرۍ او د ښاروالۍ ادارې مرستیال الحاج مولوي جلال الدین حقدوست، د ښاري حکومتولۍ، تخنیکي او مسلکي او د عوایدو، محاسبې او اداري چارو رئیسانو، داخلي او پنځلس ګونو ناحیو آمرینو او د دغې ادارې د اړوند برخو ځینو نورو مسؤلانو په شتون کې ترسره شوه.

په غونډه کې د شرعي سند لرونکو ملکیتونو د تعدیل، د لیکدړو نیمګړتیاوو او بې لوحو سړکونو، په صفاییو کې د املاکو د بیې ايښودنې او د اجنډا نورو اړوند موضوعاتو په اړه بحث او خبرې وشوې.

د ویلو ده، د غونډې غړو د اجنډا د موضوعاتو په اړه خپل نظرونه او وړاندېزونه شریک کړل او په اړه يې لازمې پریکې وشوې.

جلسهجلسه

 

Latest news

BACK TO NEWS