د هرات ښاروال او مل پلاوي له لوري د هرات لوی جامي جومات شمالي واټ کې د هرات ښاروالۍ ریاست ۱،۴،۵ ملکیتونو د رغولو پروژې چارې افتتاح او پیل شوې

web_admin
Thu, Jan 11 2024 10:24 AM
افتتاحیه

د هرات ښاروالۍ د دویمې ناحیې اړوند د هرات لوی جامي جومات شمالي واټ کې د دغه ریاست د ۱،۴،۵ ملکیتونو د رغولو پروژې کار د هرات ښاروالۍ ذخیروي بودیجې څخه د ۳۸،۶ ملیونه افغانۍ په لګښت د هرات ښاروال الحاج ملا عبدالرازق راشد، د ښاري حکومتولۍ رئیس استاد محمد جاوید مایار، حقوقي سلاکار محمد اکبر شیرزاد، د څارنې او ارزونې آمر او د دغې ادارې د اړوند برخو ځینو مسؤلانو په شتون کې د کاشانه ودانیز شرکت له لوري افتتاح او چارې يې پیل شوې.

د ویلو ده، ټاکل شوې د یادې پروژې کار د ۱۸ تقویمي ورځو په ترڅ کې بشپړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

دا په داسي حال کې ده، چې څه موده وړاندې هم په دري پوړه کې د هرات ښاروالۍ ۲ـ۳ـ۶ ملکیتونو د رغولو پروژې چارې د هرات ښاروالۍ ذخیروي بودیجې څخه د ۳۵ ملیونه افغانۍ په لګښت پیل شوي او چارې يې د قراردادي شرکت له لوري په چټکۍ سره روانۍ دي.

ملکیت هاملکیت ها

 

Latest news

Wed, Jul 15 2026 8:57 AM
Background image

Herat Municipality Holds First-Quarter Accountability Meeting for Fiscal Year 1405.

Herat Municipality held its accountability meeting to present the activities, performance, and achievements of the first quarter of Fiscal Year 1405 (Solar Hijri), with the aim of. . .

BACK TO NEWS