د هرات ښاروالۍ له خوا هرات ښار کې د عمومي ټولګټو (حشر) پروګرام پیل.

web_admin
Sun, Dec 01 2024 9:05 AM
حشر

د ښاروالیو چارو د انسجام ریاست د لارښوونې او د ښاري ژوند دود د پیاوړتیا او ترویج په موخه، د ښاروالۍ د ښاري حکومتدارۍ ریاست د کلتوري او ټولنیزو چارو د آمریت په همغږۍ سره، د ښار پنځلس ناحیو د پاکولو عمومي ټولګټو (حشر) پروګرام، نن پنجشنبه، د ۱۴۴۶ کال د ۵/۲۶ نېټې سره سم، د خلکو د بېلابېلو قشرونو په ګډون په هرات ښار کې پیل شو.

الحاج مولوي جلال‌الدین حقدوست، د هرات ښاروالۍ وارسي کونکي مرستيال د ښاروالۍ ، د دې پروګرام په پرانیسته کې وویل چې د دغه ډول پروګرامونو ترسره کول د ښاري ژوند دود په رواجولو کې ډېر اغېزناک دي. هغه د پاکوالي او صفايۍ اهمیت د اسلام د مبین دین د اصولو او د نبوي ص سنتو  برخه وبلله او له محترمو ښاریانو یې وغوښتل چې د ښاروالۍ د نارنجي‌پوښانو سره په ګډ کار کولو او مرستې سره د هرات ښار د لرغونو دودونو او عنعناتو ساتنه وکړي.

په همدې حال کې، مولوي عبدالاحد خیرخواه، د ښاروالۍ د ښاري حکومتدارۍ رئیس، د کلتوري او ټولنیزو چارو د آمریت هڅې وستایلې او د خلکو بېلابېلو قشرونو ته یې بلنه ورکړه چې په دې مهم او ارزښتناک پروګرام کې برخه واخلي. مولوي خیرخواه وویل: د ښار او ټولنې پاکي او صفايي د هغې د کلتور او ادب ښکارندوی ده. هغه زیاته کړه چې د هرات ښار د پاکو، فرهنګي او پرمختللو ښارونو له ډلې څخه دی، نو اړینه ده چې د سړکونو له غاړو، پلې لارو او ويالو څخه ټولې جامد کثافات راټول او لېرې شي.

همدارنګه، الحاج مولوي غلام حضرت امیني، د ښاروالۍ د کلتوري او ټولنیزو چارو آمر، وویل چې دا عمومي ټولګټو (حشر) پروګرام د دولتي ادارو، خصوصي سکتور، د ښاروالۍ د ښوونځیو کمیټو، خصوصي پاکولو خدماتو او د ښاروالۍ د تنظیف آمریت په همکارۍ سره پیل شوی دی. هغه زیاته کړه چې د ژمي د موسم په رارسېدو او د بارانونو د پیل په درشل کې به جامد کثافات له ښار څخه راټول او لېرې کړل شي.

په همدې حال کې د هرات ښار ښاریانو د ښاروالۍ د دې طرحې هرکلی وکړ او د نارنجي‌پوښانو او خصوصي تنظیف ډلې ترڅنګ یې د سړکونو او پلې لارو څخه د کثافاتو په راټولولو کې برخه واخیسته.

Latest news

Wed, Jul 15 2026 8:57 AM
Background image

Herat Municipality Holds First-Quarter Accountability Meeting for Fiscal Year 1405.

Herat Municipality held its accountability meeting to present the activities, performance, and achievements of the first quarter of Fiscal Year 1405 (Solar Hijri), with the aim of. . .

BACK TO NEWS