د هرات ښاروال د ښار د مختلفو نواحېو د پراختیايي پروژو نه ليدنه وکړه .

web_admin
Sun, Dec 08 2024 8:55 AM
لیدنه

د هرات ښاروال الحاج ملا نعمت الله حسن حاجی صاحب او ورسره د دغه ادارې تخنيکي او مسلکي رئيس انجینير محمد ایوب سیف الجهاد ، د کتني ارزونې آمر، د انجينيرۍ عمومي مدير د ښار د مختلفو نواحېو د څو مهمو پروژو څخه ليدنه وکړل.

دا پروژې د خواجه کله رح تر حوض کرباس پورې شمال خوا سړک کندن کاري او د زېرسازۍ چاري د خواجه کله رح نه تر پايان آب پوري د سړک لويديځ او ختيځ خوا کندن کاري او د زېرسازۍ چاري، د ټانګ مولوي نه تر جبرئيل پله پورې د سړک شمال خوا د کانال جوړونې کار او زيرسازي ، د مسافروړونکي ترمينال نه تر ګمرک پورې د سړک شمال خوا د زېرسازۍ چاري ، د تخت صفر نه تر مرده کشان پله پورې د آسفالټ پروژې د موانعو نه ليدنه وکړل.

د دغه کتنې په ترڅ کي د هرات ښاروال او ورسره پلاوي هيئت د پروژو د کيفيت په اړه تأکید وکړئ او د قراردادي شرکتونو د مسئولينو يي وغوښتل ترڅو خپل کارونه لاهم چټک کړي ترڅو د هوا په سړيدو سره د خنډ سره مخ نشي.

Latest news

Wed, Jul 15 2026 8:57 AM
Background image

Herat Municipality Holds First-Quarter Accountability Meeting for Fiscal Year 1405.

Herat Municipality held its accountability meeting to present the activities, performance, and achievements of the first quarter of Fiscal Year 1405 (Solar Hijri), with the aim of. . .

BACK TO NEWS