د هرات ښاروالۍ د پراختیايي بودیجې څخه د شاوخوا ۳.۵ میلیونه افغانیو په لګښت، د باروړونکو موټرو ترمینل سوېل لوري سړک د کانکریټ‌ریزي پروژه بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

web_admin
شنبه ۱۴۰۵/۸/۲ - ۹:۳۸
د هرات ښاروالۍ د پراختیايي بودیجې څخه د شاوخوا ۳.۵ میلیونه افغانیو په لګښت، د باروړونکو موټرو ترمینل سوېل لوري سړک د کانکریټ‌ریزي پروژه بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

دغه پروژه، چې د هرات ښار په دیارلسمه ناحیه کې موقعیت لري، د هرات ښاروالۍ د پراختیايي بودیجې څخه د ۳ میلیونه او ۲۸۹ زره او ۶۹۰ افغانیو په ټولیز لګښت بشپړه شوې ده.

یاده پروژه، چې ۴۶۰ متره اوږدوالی او ۱۰ متره سور لري، د هرات ښاروال محترم الحاج مولوي حمدالله نعماني له لوري، د ښاروالۍ د تخنیکي او مسلکي رئیس انجنیر محمد ایوب سیف‌الجهاد، د دفتر، څارنې او ارزونې آمریتونو، د دیارلسمې ناحیې اړوندو برخو د مسؤلینو، د ګذر وکیلانو، د پراختیايي شوراګانو د رئیسانو او یو شمېر سیمه‌ییزو اوسېدونکو په حضور کې په رسمي ډول پرانیستل شوه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

د هرات ښاروالۍ مسؤلینو د پراختیايي پروژو د کار کیفیت ته په اشارې سره ډاډ ورکړ، چې د دې پروژې د تطبیق بهیر د ښاروالۍ د مسؤلینو او څارونکو انجنیرانو له لوري په دوامداره توګه څارل شوی او د کار کیفیت او د تخنیکي معیارونو رعایت ته یې د پروژې د تطبیق په بېلابېلو پړاوونو کې ځانګړې پاملرنه شوې ده.

په همدې حال کې، د سیمې اوسېدونکو د دې پروژې د بشپړېدو له امله خوښي څرګنده کړه او د باروړونکو موټرو ترمینل سوېل لوري سړک کانکریټ‌ریزي یې د تګ راتګ د ښه‌والي، د ترانسپورتي ستونزو د کمېدو او د هرات ښار د دیارلسمې ناحیې د اوسېدونکو لپاره د اسانتیاوو د رامنځته کېدو په برخه کې اغېزمنه وبلله او د دې پروژې هرکلی یې وکړ.

بل لور ته، د «عمران بختیار» ساختماني او سړک جوړونې شرکت مسؤلینو څرګنده کړه، چې د دې پروژې چارې د تخنیکي معیارونو سره سم، د څه باندې دوو میاشتو په موده کې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۸/۲ - ۱۱:۴
Background image

جریان کار قیرریزی لایه نخست حاشیه لین شرقی سرک عمومی مستوفیت تا چهارراه باغ‌مراد در ناحیه هشتم شهر هرات.

کار قیرریزی لایه نخست حاشیه لین شرقی سرک عمومی از مستوفیت الی چهارراه باغ‌مراد، واقع در ناحیه هشتم شهر هرات، از سوی شاروالی هرات آغاز شده است.
قرار است این سرک در دو لایه قیرریزی شده و. . .

شنبه ۱۴۰۵/۸/۲ - ۹:۳۴
Background image

افتتاح و بهره‌برداری از پروژه کانکریت‌ریزی سرک جنوب ترمینال باربری با هزینه‌ای حدود ۳.۵ میلیون افغانی از بودجه انکشافی شاروالی هرات.

پروژه کانکریت‌ریزی سرک جنوب ترمینال باربری، واقع در ناحیه سیزدهم شهر هرات، با هزینه‌ای مجموعی ۳ میلیون و ۲۸۹ هزار و ۶۹۰ افغانی از بودجه انکشافی شاروالی هرات تکمیل و به بهره‌برداری سپرده. . .

شنبه ۱۴۰۵/۸/۲ - ۹:۲۱
Background image

افتتاح و بهره‌برداری از پروژه اعمار کانال سنگی اسحاق سلیمان با هزینه‌ای حدود ۲.۵ میلیون افغانی از سوی شاروال هرات و هیئت همراه شان.

پروژه اعمار کانال سنگی اسحاق سلیمان، واقع در ناحیه سیزدهم شهر هرات، به طول ۴۵۰ متر و با هزینه‌ای مجموعی ۲ میلیون و ۳۹۲ هزار افغانی از بودجه انکشافی شاروالی هرات تکمیل و به بهره‌برداری. . .

BACK TO NEWS