د هرات ښاروالۍ د پراختیايي بودجې څخه د شاوخوا ۳.۵ میلیونه افغانیو په لګښت، د هرات ښار په درېیمه ناحیه کې د بکرآباد شپږلارې څخه تر مولانا آدینه جومات پورې د دوه‌اړخیز کانال د جوړولو پروژه بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

web_admin
Mon, Oct 19 2026 1:38 PM
د هرات ښاروالۍ د پراختیايي بودجې څخه د شاوخوا ۳.۵ میلیونه افغانیو په لګښت، د هرات ښار په درېیمه ناحیه کې د بکرآباد شپږلارې څخه تر مولانا آدینه جومات پورې د دوه‌اړخیز کانال د جوړولو پروژه بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

دغه پروژه، چې د هرات ښار د درېیمې ناحیې د نهم ګذر اړوند ده، ټولټال ۸۰۰ متره اوږدوالی او ۰.۶ متره پلنوالی لري. یاده پروژه د هرات ښاروالۍ د پراختیايي بودجې څخه د ۳ میلیونه، ۳۹۳ زره او ۳۵۴ افغانیو په لګښت بشپړه او د هرات ښاروال، محترم الحاج مولوي حمدالله نعماني له لوري ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

د دغې پروژې د پرانیستې او ګټې اخیستنې ته سپارلو په مراسمو کې د ښاروالۍ د فني او مسلکي رئیس، د دفتر، څارنې او ارزونې او درېیمې ناحیې آمرینو، د سیمې مشرانو، د ګذر وکیلانو، د پراختیايي شوراګانو رئیسانو او یو شمېر اوسېدونکو ګډون کړی و.

د هرات ښاروالۍ مسئولین وايي، د دغې پروژې د پلي کېدو موخه د سطحي اوبو د مدیریت ښه والی، د سړکونو د ویجاړېدو مخنیوی او د ښار د درېیمې ناحیې اوسېدونکو ته د غوره ښاري اسانتیاوو برابرول دي.

په همدې حال کې، د سیمې یو شمېر اوسېدونکو د دغې پروژې د بشپړېدو او ګټې اخیستنې ته د سپارلو هرکلی کړی او دا یې د سطحي اوبو د مدیریت او د سړکونو د وضعیت د ښه والي په برخه کې اغېزمن ګام بللی دی. هغوی زیاتوي چې د دغې پروژې په بشپړېدو سره ورته ګڼې اسانتیاوې برابرې شوې دي.

له بلې خوا، د «هري سیکارام» ساختماني او سړک جوړونې شرکت مسئولین وايي، چې د دغې پروژې چارې یې د څه باندې دوو میاشتو په موده کې، د تخنیکي معیارونو سره سم او په ښه کیفیت بشپړې کړې دي.

Latest news

Thu, Oct 15 2026 8:46 AM
Background image

Inauguration and Commencement of the Farashan Road Asphalt Project in Herat’s Tenth District at a Cost of Approximately AFN 7.5 Million.

Work on the Farashan Road asphalt project, located in the Tenth District of Herat City, was officially inaugurated and launched by Al-Haj Mawlawi Hamdullah Nomani, Mayor of Herat. The. . .

BACK TO NEWS