د هرات ولایت د صرافانو سوداګریز سهامي ټولنې رئیس او غړو هرات ښاروال سره ولیدل

web_admin
Tue, Jan 23 2024 11:22 AM
دیدار

د هرات ولایت د صرافانو سوداګریز سهامي ټولنې رئیس بهاء الدین رحیمي او د یادې ټولنې غړو د هرات ښاروال محترم ملا نعمت الله «حسن حاجي صاحب» سره ولیدل او نوموړي ته يې د نوي دندې مبارکۍ ویلو سربېره د هرات ښاروالۍ ادارې له ټولو رغنده پروګرامونو د لاښه پلي کېدو په موخه ملاتړ څرګند او د همکارۍ ډاډ يې ورکړ.

په ورته مهال کې د هرات ښاروال ملا نعمت الله «حسن حاجي صاحب» دوی ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ څرګنده کړه، ښاروالي د ټولو پرګنو ګډ کور دی او ټول ښاریان باید د ښار د پرمختګ او انکشاف په برخه کې برخه واخلي.

د هرات محترم ښاروال صاحب همدا ډول د هرات له ټولو صرافانو وغوښتل، چې د هرات ښار د عمران او ودانۍ په برخه کې همکاري وکړي.

دیداردیداردیدار

 

Latest news

Wed, Jul 15 2026 8:57 AM
Background image

Herat Municipality Holds First-Quarter Accountability Meeting for Fiscal Year 1405.

Herat Municipality held its accountability meeting to present the activities, performance, and achievements of the first quarter of Fiscal Year 1405 (Solar Hijri), with the aim of. . .

BACK TO NEWS