دیارلسمه ناحیه کې د ۵۰ میلیون افغانۍ په لګښت پر قارون رود د نوي پل د جوړولو پروژه افتتاح او اجرائیوي چارې يې پیل شوې.

web_admin
Thu, Nov 06 2025 11:01 AM
ی

د هرات ښاروالۍ د دیارلسمې ناحیې اړوند پر قارون رود باندې د نوي پل د جوړولو پروژې کار د ۱۱۱ متر په اوږدوالي او ۱۶،۵ متر عرض سره د هرات ښاروالۍ پرمختیايي بودیجې څخه د پنځوس میلیون افغانۍ په لګښت رسما افتتاح او عملي چارې يې د قراردادي شرکت له لوري پیل شوې.

د دغې پروژې د پرانیستلو په مراسمو کې د هرات ښاروال ملا نعمت الله (حسن حاجي صاحب)، د ولایت مقام د دفتر رئیس مولوي محمد طیب نجات، د تخنیکي او مسلکي او د ښاري حکومتولۍ ریاستونو رئیسانو، د دیارلسمې ناحيې آمر، د ګذرونو وکیلانو، د انکشافي شوراګانو رئیسانو، او د دغې ادارې د اړوند برخو مسؤلانو په شتون کې پرانیستل شوه.

دغه پروژه د کهن کاران او بنیاد تابش ساختماني او سړک رغولو شرکتونو له لوري د ۹ تقویمي میاشتو په ترڅ کې به بشپړ شي.

د هرات ښاروال ملا نعمت الله (حسن حاجي صاحب) د دغې پروژې د پرانیستلو په مراسمو کې د پروژې د کار د پیل څخه د خوښي څرګندولو ترڅنګ ټېنګار وکړ، چې د هرات ښاروالۍ اداره ښاري انکشاف او بنستېزو پروژو عملي کولو لپاره ځانګړي پاملرنه لري او د قراردادي شرکتونو يې غوښتنه وکړه، چې چارې يې په معیاري او په خپل ټاکلې مهال بشپړکړي.

بلخوا، د قراردادي شرکتونو مسؤلانو ډاډ څرګند کړ، چې د پروژې چارې به د قرارداد د موادو سره سم په خپل ټاکل معیار سره بشپړوي.

په ورته مهال کې د دیارلسمې ناحیې اوسیدونکو د یادې پروژې د کار د پیل څخه خوشحاله دي او وايي، چې د دغه پل په جوړیدو سره به يې ستونزې د ترافیکي ګڼه ګوڼې، تګ راتګ او حمل و نقل په برخو کې هوارې شي.

Latest news

Wed, Jul 15 2026 8:57 AM
Background image

Herat Municipality Holds First-Quarter Accountability Meeting for Fiscal Year 1405.

Herat Municipality held its accountability meeting to present the activities, performance, and achievements of the first quarter of Fiscal Year 1405 (Solar Hijri), with the aim of. . .

BACK TO NEWS