د څه باندې ۵ میلیون افغانۍ په لګښت د ښار په بیلابیلو ناحیو کې د بلوارونو د خړوبولو سیستم پروژه افتتاح او اجرائیوي چارې يې پیل شوې.

web_admin
Thu, Jan 01 2026 10:56 AM
بلوار

د هرات ښار مختلفو مسیرونو کې لکه د فرقې بیا تر کاریزک ، نمبریک څخه تر کارآباد او تخت صفر څخه بیا تر ګمرک پورې په نويو جوړ شوو بلوارونو کې د آبیارۍ سیستم او دري کړۍ ژور څاګانو د جوړولو پروژې کار د ۱۰۸۴۰ متر په اوږدوالي د هرات ښاروالۍ داخلي عوایدو څخه د نژدې ۵،۵ میلیون افغانۍ په لګښت افتتاح او عملي چارې يې د قراردادي شرکت له لوري پیل شوې.

دغه پروژه د هرات ښاروال ملا نعمت الله (حسن حاجي صاحب) له لوري او د هرات ښاروالۍ د تخنیکي او مسلکي ریاست رئیس انجینیر محمد ایوب سیف الجهاد، د سیمې مخورو او اوسیدونکو او د دغې ادارې د اړوند برخو مسؤلانو په شتون کې پرانیستل شوه او د فرید ترین ودانیز شرکت له لوري يې عملي او ودانیزې چارې پیل شوې.

د دغې پروژې د پرانیستلو پرمهال د هرات ښاروالۍ ووی ، چې د ښار په بلوارونو کې د دغه سیستم په رامنځته کېدو سره، د زرغونو سیمو د خړوبولو په برخه کې به ستونزې هوارې شي او د شنو فضاوو د توسعې لپاره به زمینې نورې هم برابرې شي.

د هرات ښاروال، له ټولو ښاریانو غوښتنه کړه، چې د زرغونو سیمو د ساتنې، مراقبت او پراختیا په چاره کې د دغې ادارې سره همکاري وکړي.

بلخوا، د قراردادي شرکت مسؤل وايي، چې دغه پروژه به د پلان سره سم په لوړ کیفیت او ټاکلې معیاد بشپړوي.

د ویلو ده، ټاکل شوې دغه پروژه د ۳ تقویمي میاشتو په ترڅ کې بشپړ او ګټې اخیستنې ته ورسول شي.

Latest news

Wed, Jul 15 2026 8:57 AM
Background image

Herat Municipality Holds First-Quarter Accountability Meeting for Fiscal Year 1405.

Herat Municipality held its accountability meeting to present the activities, performance, and achievements of the first quarter of Fiscal Year 1405 (Solar Hijri), with the aim of. . .

BACK TO NEWS