پر قارون رود د نوي پل د جوړولو پروژې چارې په جدیت او چټکۍ سره روانې دي.

web_admin
Sun, Feb 22 2026 11:28 AM
پل

د هرات ښاروالۍ د انجینیرۍ څانګې مسؤلان وايي، چې پر قارون رود د نوي پل د جوړولو پروژې شاوخوا 65 سلنه فزیکي پرمختګ کړی او ودانیزې چارې يې په جدیت سره روانې دي.

دغه پل ۱۱۱ متر اوږدوالي او ۱۶،۵ متر پلنوالی لري، چې د هرات ښاروالۍ پرمختیايي بودیجې څخه د ۵۰ میلیون افغانۍ په لګښت د پلي کېدو په حال کې ده.

په همدې حال کې، د هرات ښاروالۍ انجینیران او د اړوند برخو مسؤلان د پروژې د کار د لړۍ څخه وخت په خت په منظم ډول څارنه کوي؛ ترڅو د پروژې ودانیزې چارې په لوړ کیفیت او د قرارداد او شرطپانې د موادو سره سم پلي شي.

Latest news

Wed, Jul 15 2026 8:57 AM
Background image

Herat Municipality Holds First-Quarter Accountability Meeting for Fiscal Year 1405.

Herat Municipality held its accountability meeting to present the activities, performance, and achievements of the first quarter of Fiscal Year 1405 (Solar Hijri), with the aim of. . .

BACK TO NEWS