د هرات ښاروالۍ له لوري د نیالګیو کښېنولو کمپاین رسما پیل شو.

web_admin
Sun, Feb 22 2026 8:29 AM
نهال

د هرات ښاروالۍ له لوري د شیدايي مامورینو پارک کې نن ورځ د نیالګیو کښېنولو کمپاین رسما د هرات ښاروال ملا نعمت الله (حسن حاجي صاحب)، د ولایت مقام د دفتر رئیس مولوي محمد طیب نجات، د دولتي او خصوصي ادارو یو شمېر رئیسانو، د ښاروالۍ د ښاري حکومتولۍ، تخنیکي او مسلکي ریاست رئیسانو، د ښاروالۍ داخلي او پنځلس ګونو ناحیو آمرینو، د ګذرونو وکیلانو او انکشافي شوراګانو رئیسانو په شتون کې افتتاح او پیل شو.
د هرات ښاروال ملا نعمت الله (حسن حاجي صاحب) د دغه پروګرام د پیل په مراسمو کې څرګنده کړه، چې  هرات ښاروالۍ په پام کې لري، ۲۸ اصله مختلف النوع غیرمثمره نیالګي د ښار په بیلابېلو ساحاتو کې کښېنوي.

د هرات ښاروال همدا راز د ټولو ښاریانو غوښتنه وکړه؛ ترڅو د زرغونو سیمو د پراختیا او ساتنې په برخه کې همکاري وکړي او د نیالګیو کښېنولو ستر پروګرام کې چې د روژې مبارکې میاشتې په لومړۍ ورځ ټاکل شوي په لار واچول شي، ګډون وکړي او خپل فعاله ونډه ادا کړي.
نوموړي تېنګار وکړ، چې د ښاروالۍ د اړوند برخو مسؤلان د زرغونو سیمو د پراختیا او ساتنې لپاره په بشپړې رېښتینولۍ او اخلاص هڅه کوي.
بلخوا؛ د هرات ښاروالۍ د متخصصانو شورا رئیس محمد رفیق شهیر د نیالګیو کښېنولو کمپاین څخه په هرکلي د هرات ښاروالۍ مشرتابه او ټولو ښاریانو غوښتنه وکړه؛ ترڅو د ښار د ښکلا او چاپېریالي نظم په موخه پاشتان اوبو بند ته څېرمه ساحاتو کې یو ډول نیالګي کښېنوي.
د غونډې په دوام د هرات ښاروالۍ د ښاري حکومتولۍ رئیس مولوي عبدالاحد خیرخواه، د اسلام د ستر پیغمبر حضرت محمد ص د احادیثو په رڼا کې د نیالګيو کښېنولو د ارزښت اواهمیت اړوند خبرې وکړي او د ښار د پنځلس ناحیو د ټولو ګذر وکیلانو او انکشافي شوراګانو رئیسانو وغوښتل؛ ترڅو د شنو فضاوو د توسعې او پراختیا په چاره کې د ښاروالۍ ادارې سره لازمه او هراړخیزه همکاري وکړي.
په ورته مهال کې، د هرات ښاریانو، د ګذر وکیلانو او انکشافي شوراګانو رئیسانو د نیالګیو کښېنولو کمپاین د پیل څخه په هرکلي د زرغونو سیمو د پراختیا او توسعې په برخه کې د ښاروالۍ ادارې څخه خپل ملاتړ څرګند کړ.
د ویلو ده، چې د هرات ښاروالۍ اداره په پام کې لري، چې ښار کې د زرغونو سیمو د پراختیا په موخه ۲۸ زرع مختلف النوع غیره مثمره لکه ناجو، سرو، ارغوان، بنوښ او زینتي ګلان د پاښتان بند شاوخوا ، د ښار بلوارونو او پارکونو کې کښېنوي.

Latest news

Mon, Sep 01 2025 8:54 AM
Background image

افتتاح و آغاز کار اولین پروژه بزرگ اعمار زیرگذر معیاری در سطح افغانستان در ولایت هرات.

نخستین پروژه بزرگ اعمار زیرگذر معیاری در سطح افغانستان، به ارزش مجموعی حدود ۶۵ میلیون افغانی، امروز در شهر هرات با حضور مقام‌های اداره محلی این ولایت افتتاح شد.

این پروژه به طول ۶۶۰. . .

Sat, Jul 26 2025 2:27 PM
Background image

آغاز کار پروژهء آسفالت سرک تخت صفر الی پوهنتون غیاثیه به طول ۲ کیلومتر و به هزینهء حدود ۲۴ میلیون افغانی

کار پروژهء آسفالت سرک از مسیر تخت صفر الی پوهنتون غیاثیه به طول ۲۰۰۰ متر و عرض ۷ متر، همراه با احداث پلچک‌های آن، به هزینهء مجموعی حدود ۲۳٬۷۴۸٬۵۰۰ افغانی از بودجهء انکشافی شاروالی هرات،. . .

Wed, Jul 09 2025 7:32 AM
Background image

آغاز کار پروژهء آسفالت کوچهء زین‌العابدین حوض کرباس به طول ۳۴۵ متر و هزینهء بیش از ۹.۵ میلیون افغانی در ناحیهء هفتم شهر هرات

کار پروژهء آسفالت کوچهء زین‌العابدین حوض کرباس، به طول ۳۴۵ متر و عرض ۸ متر، همراه با احداث کانال‌های دو طرف آن، به هزینهء مجموعی بیش از ۹.۵ میلیون افغانی از بودجهء انکشافی شاروالی هرات،. . .

BACK TO NEWS