د هرات ښاروال او ورسره مل پلاوي له لوري د هرات ښار د لومړۍ ناحیې اړوند په رباط ګذر کې د کوڅو د کانکریټ اچونې او کانال جوړونې پروژه، چې څه باندې ۱.۶ میلیونه افغانیو په لګښت پرانیستل شوه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

web_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۷ - ۱۱:۵۹
د هرات ښاروال او ورسره مل پلاوي له لوري د هرات ښار د لومړۍ ناحیې اړوند په رباط ګذر کې د کوڅو د کانکریټ اچونې او کانال جوړونې پروژه، چې څه باندې ۱.۶ میلیونه افغانیو په لګښت پرانیستل شوه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

د هرات ښار د لومړۍ ناحیې اړوند د رباط ۴، رباط ۵ او د رباط ۹ لوېدیځو او شمالي برخو د کوڅو د کانکریټ اچونې او کانال جوړونې پروژه، چې ټولیز لګښت یې یو میلیون، ۶۰۲ زره او ۵۵۳ افغانۍ دی او د هرات ښاروالۍ د انکشافي بودجې له لارې تمویل شوې، بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

یاده پروژه، چې ټولیز اوږدوالی یې ۳۱۳ متره دی، د هرات ښاروال محترم الحاج مولوي حمدالله نعماني له لوري، د ښاروالۍ د فني او مسلکي رئیس انجنیر محمد ایوب سیف‌الجهاد، د دفتر آمر، د نظارت او ارزونې آمریت وارثي کونکي، د لومړۍ ناحیې اړوندو مسؤلینو، د سیمې د مشرانو، د ګذر وکیلانو او د اړوندې ناحیې د انکشافي شوراګانو د رئیسانو په حضور کې پرانیستل شوه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

د قراردادي شرکت مسؤلینو د کار د کیفیت په اړه ډاډ څرګند کړ او ټینګار یې وکړ چې د دې پروژې د پلي کېدو ټول پړاوونه د ټاکل شویو تخنیکي مشخصاتو او معیارونو سره سم ترسره شوي دي.

په همدې حال کې، د هرات ښار د لومړۍ ناحیې د رباط ګذر یو شمېر اوسېدونکو د دې پروژې له بشپړېدو او ګټې اخیستنې څخه خپله خوښي څرګنده کړه او ویې ویل چې د دې پروژې په عملي کېدو سره د تګ راتګ ستونزې، د سطحي اوبو راټولېدل او د کوڅو د پخواني وضعیت له امله رامنځته شوې ستونزې هوارې شوې او د سیمې اوسېدونکو ته لا زیاتې اسانتیاوې برابرې شوې دي.

د یادونې وړ ده چې د دې پروژې چارې د «بنیاد برتر» ساختماني او سړک جوړونې شرکت له لوري د یوې میاشتې په موده کې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۳ - ۱۰:۵۸
Background image

د هرات ښار د نهمې ناحیې اړوند، د باغ زنانه له سیمې څخه تر درب ملک پورې د کانکریټي کانال د جوړولو پروژې چارې، د هرات ښاروالۍ د پراختیايي بودجې څخه د څه باندې ۴.۶ میلیونه افغانیو په لګښت، په رسمي ډول پرانیستل شوه.

د سطحي اوبو د اغېزمن مدیریت، د سړکونو د تخریب د مخنیوي، د اوبو د ډنډېدو له امله د رامنځته کېدونکو ستونزو د کمولو او د ښاري زیربناوو د پراختیا په موخه، د هرات ښار د نهمې ناحیې اړوند د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۳ - ۱۰:۴۳
Background image

د هرات ښاروالۍ د پراختیايي بودجې څخه د نږدې ۴ میلیونه افغانیو په لګښت د ښار د پنځمې ناحیې اړوند، د هرات پوهنتون لوېدیځ لوري د سړک د اسفالټ پروژې د کار پرانیسته،ترسره شوه.

د ښاري سړکونو د شبکې د ښه والي، د ښاریانو د تګ راتګ د اسانتیا، د دوړو او خاورې د کمښت او د ښاري خدمتونو د کیفیت د لوړولو په موخه، د هرات ښار د پنځمې ناحیې اړوند د هرات پوهنتون لوېدیځ. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۷ - ۱۲:۰
Background image

د هرات ښار د دولسمې ناحیې اړوند د تلابه علیا سړک (د خواجه ابوالولید رح زیارت) د اسفالت پروژې پرانیسته او ګټې اخیستنې سپارل کیدل.

د هرات ښار د دولسمې ناحیې اړوند د تلابه علیا سړک (د خواجه ابوالولید رح زیارت) د اسفالت پروژه، د هرات ښاروالۍ د پراختیايي بودیجې څخه د شاوخوا درې میلیونه افغانیو په لګښت بشپړه او ګټې. . .

BACK TO NEWS