د هرات ښاروال او ورسره مل پلاوي یې په بېلابېلو ناحیو کې د پرمختیایي پروژو د تطبیق له بهیر څخه لیدنه او څارنه وکړه.
د هرات ښاروالۍ د رهبرۍ له لوري د ښار په پنځلسګونو ناحیو کې د پرمختیایي پروژو د تطبیق د څارنې د لړۍ په دوام، دا ځل د هرات ښاروال، محترم الحاج مولوي حمدالله نعماني، د ښاري او سکتوري خدمتونو د آمریت د پلټنې وارسي کونکی انجنیر محمدیار شهاب، د څارنې او ارزونې د آمریت د وارسي کونکی انجنیر سباوون کاکړ، او د ښاروالۍ د اړوندو برخو له یو شمېر انجنیرانو او مسؤلینو سره یوځای، د حلقوي پراختیایي سړک، د قارون سیند پر سر د پل د جوړولو، د دارالایتام سړک د بنسټیزې جوړونې او د منارو له سړک څخه د مولوي ټانک تر سیمې پورې د مهمو پرمختیایي پروژو د کار له بهیر څخه لیدنه او څارنه وکړه.
د هرات ښاروال د دغې لیدنې پر مهال د پروژو د چارو پر چټکتیا، د کیفیت له ساتنې سره یوځای، ټینګار وکړ او له قراردادي شرکتونو یې وغوښتل چې پروژې د ټاکل شویو تخنیکي معیارونو او سټنډرډونو سره سم، په ټاکلي وخت او مطلوب کیفیت بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپاري.
د یادونې وړ ده چې د هرات ښاروالۍ د اړوندو برخو مسؤلین او انجنیران په منظم او دوامدار ډول د ښار په پنځلسګونو ناحیو کې د پرمختیایي پروژو د تطبیق بهیر څاري، ترڅو د پروژو ټول اجرایي پړاوونه د قرارداد د شرایطو، تخنیکي معیارونو او ټاکلي سوي مهالویش سره سم بشپړ شي.
