د هرات ولایت مقام د شمال ختیځ لوري مخې ته د ۱۶۱۵ متره مربع د شنې ساحې د جوړولو پروژې پرانیسته او د چارو پیل، چې د هرات ښاروالۍ د پراختیایي بودجې څخه د شاوخوا ۲.۵ میلیونه افغانیو په لګښت پلې کېږي.

web_admin
Wed, Jul 08 2026 10:30 AM
د هرات ولایت مقام

د شنو سیمو د پراختیا او د هوا د ککړتیا د کمولو په موخه، د هرات ولایت مقام د شمال ختیځ لوري مخې ته د ۱۶۱۵ مربع مترو په مساحت د شنې ساحې د جوړولو پروژې چارې، چې د هرات ښاروالۍ د پراختیایي بودجې څخه د ۲,۴۵۰,۷۷۰ افغانیو په لګښت پلې کېږي، د هرات ښاروال محترم الحاج مولوي حمدالله نعماني له خوا، د ښاري او سکتوري خدمتونو د آمریت وارسي کونکی انجنیر محمدیار شهاب، د ښاروالۍ د څارنې او ارزونې آمریت د وارسی کونکي انجنیر سباوون کاکر، د ښار د شپږمې ناحیې آمر قاري احمدشاه ابدالي او د یادې ناحیې د یو شمېر اړوندو مسؤلینو په حضور کې، په رسمي ډول پرانیستل شوې او د عملي چارو پیل یې تر سره شو.

دغه پروژه د ښاري شنو سیمو د پراختیا، د ښار د ښکلا، د هوا د ککړتیا د کمولو او د ښاریانو لپاره د لا مناسب او سالم چاپېریال د رامنځته کولو په موخه په دې سیمه کې پلې کېږي.

په همدې حال کې، د هرات ښار یو شمېر اوسېدونکو د دې پروژې د پیل هرکلی وکړ او دا یې د ښار د ښکلا، د شنو سیمو د زیاتوالي او د چاپېریال د وضعیت د ښه والي لپاره یو مهم ګام وباله. هغوی همدارنګه د ښار په کچه د ورته پراختیایي پروژو د دوام ملاتړ څرګند کړ.

له بلې خوا، د دې پروژې د قراردادي شرکت مسؤلینو ډاډ ورکړ چې د پروژې چارې به د تخنیکي معیارونو او ټاکل شویو اصولو سره سم، په ټاکلې موده کې بشپړې او د ګټې اخیستنې لپاره به وسپارل شي.

د یادونې وړ ده چې ټاکل شوې دغه پروژه د «خالد سیر» ساختماني او سړک جوړونې شرکت له خوا د څه باندې درې تقویمي میاشتو په موده کې بشپړه او د ګټې اخیستنې لپاره وسپارل شي.

Latest news

Wed, Jul 08 2026 11:02 AM
Background image

Inauguration and Commencement of the Green Space Development Project on the Northeastern Side of the Herat Provincial Governor's Office.

The Green Space Development Project, located on the northeastern side opposite the Herat Provincial Governor's Office, was officially inaugurated and commenced. The project covers an. . .

Sun, Jul 05 2026 10:02 AM
Background image

Daily Activities of the General Directorate of Parks and Green Spaces of Herat Municipality

 

Officials of the General Directorate of Green Spaces of Herat Municipality state that, in order to ensure better maintenance of urban green spaces and preserve the city's beauty, the. . .

BACK TO NEWS