د باغ توحید سړک کانکریټ ریزۍ پروژه په اوږدوالی (1) کیلو مترپه لګښت د شاوخوا (6) میلیونه افغانې د هرات ښاروالۍ د پرمختیايي بودجي نه افتتاح او کار يي پیل شو.

د هرات ښاروالۍ دولسمې ناحيي اړوند باغ توحيد سړک د کانګریټ ریزۍ پروژه په اوږدوالي 1000 متره په لګښت د شاوخوا 6 میلیونه افغانې د هرات ښاروالۍ د پرمختیايي بودجي نه، په شتون د هرات ښاروالۍ مرستیال الحاج مولوي جلال الدین حقدوست د یادي ادارې تخنیکي مسلکي رئِس انجینیر محمد ایوب سیف الجهاد، آمرین د څارني ارزوني او د دوالسمې ناحيي ، د سیمي د ګذرونو وکیلان، د پرمختیايي شوراګانو رئيسان یاده پروژه د خالد سیر سړک جوړوني شرکت له لوري افتتاح کار يي په رسمي توګه پیل شو.
د هرات ښاروالۍ محترم مرستیال الحاج مولوي جلال الدین حقدوست د یادي پروژې د کار پیلیدل په ستایلوسره د هرات محترمو ښاریانو نه غوښتنه وکړه د ښار د پرمختیا او آبادولو او د دغه شان پروژو د تطبیقولو او د ښي ساتني په برخه کي د هرات ښاروالۍ سره پوره همکاري وکړي.
په همدي لړ کی د دولسمې ناحيي اړوند مرکزي توحید ګذر اوسیدنکو د یادي پروژي د کار پیلیدل وستایل، دوی زیاته کړل د دغه پروژي په تطبیقولو سره به د سیمي وخلګو ته ډيرئ آسانتیاوي رامنځته شي .
دوی د هرات ښاروالۍ د ټولو برنامو په برخه کې د خپل هر اړخیزه همایتونو ژمنه وکړل.
د ویلو ده یاده پروژه به شاوخوا په 4 میاشتو کي د قراردادی شرکت له لوری تکمیل او ګټي اخستني ته وسپارل شی.