د هرات مخکني ښاروال الحاج ملا عبدالرازق راشد صاحب د ښاروالۍ کارکوونکو او هرات ښاریانو سره د مخه ښې غونډه ترسره شول

web_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۰/۲۴ - ۱۵:۴
خداحافظی

په هغه غونډه کې چې په دې تړاو شوې وه؛ د هرات ولایت مقام معاونیت سرپرست الحاج مولوي حیات الله مهاجر، د هرات مخکنی ښاروال الحاج ملا عبدالرازق راشد، د ښاروالۍ ادارې مرستیال مولوي جلا الدین حقدوست، د دري ګونو ریاستونو رئیسانو( ښاري حکومتولۍ، عوایدو، تخنیکي او مسلکي)، پنځلس ګونو ناحیو آمرینو، د ګذر وکیلانو او پرمختیايي شورا رئیسانو، او د دغې ادارې د بیلابیلو کارکوونکو په شتون کې د هرات ښاروالۍ د غونډو په تالار کې ترسره شوه او په ترڅ کې يې د هرات مخکني ښاروال د هرات ولایت پتمنو ښاریانو او ښاروالۍ ادراې کارکوونکو سره مخه ښه وکړه.

 

د هرات ولایت معاونیت سرپرست الحاج مولوي حیات الله مهاجر فراهي د هرات ښار د پرمختیا، رغنیزو او بنسټیزو پروژو پلي کولو په برخه کې د هرات مخکني ښاروال حاجي راشد صاحب رغنده کړنې او فعالیتونه ارزښت لرونکي یاد کړه او په نوي دنده کې يې ورته د بریا دعا وکړه.

 

په دغه مراسمو کې، د هرات مخکنی ښاروال د هرات ښار د پرمختګ او آبادۍ په موخه او ښاریانو ته د بې وقفې چوپړتیاوو وړاندې کولو له امله د ولایت مقام مشرتابه او هرات ښاریانو له لوري د ستاینلیکونو او تندیس په وړاندې کولو سره وستایل شو.

 

د غونډې په دوام د هرات ښاروالۍ ادارې مرستیال الحاج مولوي جلال الدین حقدوست، د ښاري حکومتولۍ رئیس استاد محمد جاوید مایار، د عوایدو، محاسبې او اداري چارو رئیس مولوي جمیل جواد په خپلو ویناوو کې د هرات مخکني ښاروال حاجي راشد صاحب له ځلانده کارنامو یادونه وکړه او څرګنده يې کړه؛ چې د هرات ښاروالۍ عمراني، خدماتي او کلتوري برخو کې ټولې وړاندې شوي چوپړتیاوي د مخکني ښاروال د بې دریغه هڅو پایله ده.

 

په ورته مهال کې د هرات مخکني ښاروال او بلخ ولایت نوي امنیه قومندان د هرات ښاریانو او ښاروالۍ ادارې کارکوونکو سره د مخه ښې په غونډه کې د دوی د هراړخیزې همکارۍ او ملاتړ څخه مننه وکړه او ترې وغوښتل، چې د هرات له نوي ښاروال سره همکاري جاري وساته.

 

د ویلو ده، د غونډې په وروستۍ شېبو کې د ښاروالۍ ادارې د بېلابېلو برخو مسؤلان او کارکوونکي د هرات مخکني ښاروال حاجي راشد صاحب له لوري وستایل شوه.

خداحافظیخداحافظیخداحافظیخداحافظی

 

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۶/۷ - ۱۱:۱۶
Background image

د هرات ښار د څلورمې ناحیې اړوند د امام بخاري ۱۹۶ او ۱۹۸ کوڅو د اسفالټ او کانکریټي کانال جوړولو پروژه د شاوخوا ۵.۵ میلیونه افغانیو په لګښت پیل شوه.

د سړکونو د وضعیت د ښه والي، د سطحي اوبو د غوره مدیریت، د ښاریانو د تګ راتګ د اسانتیا او د ښاري زیربناوو د پراختیا په موخه، د هرات ښار د څلورمې ناحیې اړوند د امام بخاري ۱۹۶ او ۱۹۸ کوڅو د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۶/۷ - ۱۱:۱
Background image

د هرات ښاروالۍ د پراختیايي بودجې څخه د څه باندې ۳ میلیونه افغانیو په لګښت د فاروقیه ګذر اړوند د ترانس کوڅې د اسفالټ او کانال جوړولو پروژه پرانیستل شوه.

د هرات ښار د دولسمې ناحیې اړوند د فاروقیه ګذر د ترانس کوڅې د اسفالټ او د دواړو غاړو د کانال جوړولو پروژې چارې، چې ۴۴۰ متره اوږدوالی او ۷ متره پلنوالی لري او ورسره ۳۶۰ متره کانال هم. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۰:۲۹
Background image

د ښار ښکلا، د بیرغونو لګول او د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه‌الله) د پیغامونو چاپ او لګول، د ۲۴ اسد په مناسبت د اسلامي امارت د فتحې د پنځمې کلیزې په ویاړ.

د افغانستان د اسلامي امارت د فتحې د پنځمې کلیزې د درناوي او نمانځنې په موخه، د هرات ښاروالۍ د ښاري حکومتولۍ ریاست د فرهنګي او ټولنیزو چارو آمریت، د خصوصي سکتور په همکارۍ، د ښار واټونه د. . .

BACK TO NEWS