د هرات ښاروالۍ د انکشافي بودجې څخه د شاوخوا ۳.۵ میلیونه افغانیو په لګښت د اتمې ناحیې د ۱۴م ګذر اړوند د انصاري ۲۰ سړک د اسفالټ پروژې پرانیسته او د دواړو غاړو د کانالونو د جوړولو چارې پیل شوې.

web_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۸:۴۱
د هرات ښاروالۍ د انکشافي بودجې څخه د شاوخوا ۳.۵ میلیونه افغانیو په لګښت د اتمې ناحیې د ۱۴م ګذر اړوند د انصاري ۲۰ سړک د اسفالټ پروژې پرانیسته او د دواړو غاړو د کانالونو د جوړولو چارې پیل شوې.

د هرات ښار د اتمې ناحیې د ۱۴م ګذر اړوند د انصاري ۲۰ اصلي سړک د اسفالټ پروژه، چې ۳۹۰ متره اوږدوالی لري او د سړک په دواړو غاړو کې د سرخلاص کانالونو جوړول هم پکښې شامل دي، د هرات ښاروالۍ د انکشافي بودجې څخه د ۳ میلیونه، ۴۲۳ زره او ۷۶۰ افغانیو په لګښت، د هرات ښاروالۍ د تخنیکي او مسلکي رئیس، انجنیر محمد ایوب سیف‌الجهاد، له لوري د اتمې ناحیې د آمر مولوي غلام نبي حقاني، د څارنې او ارزونې آمریت د ارزوونکي، د سیمې د مشرانو، د ګذر وکیلانو، د انکشافي شوراګانو د رئیسـانو او د اړوندې ناحیې د یو شمېر اوسېدونکو په حضور کې په رسمي توګه پرانیستل شوه او عملي چارې یې پیل شوې.

د پروژې قراردادي شرکت مسؤلینو ډاډ ورکړ چې یاده پروژه به د تخنیکي معیارونو، د قرارداد د شرایطو او شرطنامې له مخې، په لوړ کیفیت او ټاکل شوې موده کې بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

په همدې حال کې، د هرات ښار د اتمې ناحیې د انصاري ۲۰ سړک یو شمېر اوسېدونکو د دې پروژې د چارو له پیل څخه خوښي څرګنده کړه او ویې ویل، د پروژې په بشپړېدو سره به د تګ راتګ ستونزې هوارې او د سیمې اوسېدونکو او ښاریانو ته به لا زیاتې اسانتیاوې برابرې شي.

د یادونې وړ ده چې ټاکل شوې دغه پروژه د «بنیاد ساز کهن» د ودانیز او سړک جوړونې شرکت له لوري د درېیو تقویمي میاشتو په موده کې بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۲ - ۱۱:۱
Background image

د هرات ښار د ماسټر پلان د معرفي کولو غونډه د سیمه‌ییزو مسئولینو، ښاروالۍ او د ښار د پنځلسو ناحیو د ګذر وکیلانو په حضور کې ترسره شوه.

د هرات ښار ماسټر پلان په یوه غونډه کې، چې د سیمه‌ییزو مسئولینو، ښاروالۍ، د ښاري پراختیا مسئولینو، علماوو، د پوهنتون استادانو، د پنځلسو ناحیو د ګذر وکیلانو او د انکشافي شوراګانو د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۶/۷ - ۱۱:۱۶
Background image

د هرات ښار د څلورمې ناحیې اړوند د امام بخاري ۱۹۶ او ۱۹۸ کوڅو د اسفالټ او کانکریټي کانال جوړولو پروژه د شاوخوا ۵.۵ میلیونه افغانیو په لګښت پیل شوه.

د سړکونو د وضعیت د ښه والي، د سطحي اوبو د غوره مدیریت، د ښاریانو د تګ راتګ د اسانتیا او د ښاري زیربناوو د پراختیا په موخه، د هرات ښار د څلورمې ناحیې اړوند د امام بخاري ۱۹۶ او ۱۹۸ کوڅو د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۶/۷ - ۱۱:۱
Background image

د هرات ښاروالۍ د پراختیايي بودجې څخه د څه باندې ۳ میلیونه افغانیو په لګښت د فاروقیه ګذر اړوند د ترانس کوڅې د اسفالټ او کانال جوړولو پروژه پرانیستل شوه.

د هرات ښار د دولسمې ناحیې اړوند د فاروقیه ګذر د ترانس کوڅې د اسفالټ او د دواړو غاړو د کانال جوړولو پروژې چارې، چې ۴۴۰ متره اوږدوالی او ۷ متره پلنوالی لري او ورسره ۳۶۰ متره کانال هم. . .

BACK TO NEWS