د هرات ښاروالۍ د پراختیايي بودجې څخه د څه باندې ۴ میلیونه افغانیو په لګښت د هرات ښار د څلورمې ناحیې د ګواليانو سوېلي کانال د چت د سیخ‌لرونکي کانکریټي پوښ د جوړولو او پرانیستې چارې پیل شوې.

web_admin
شنبه ۱۴۰۵/۵/۳ - ۸:۴۴
د هرات ښاروالۍ د پراختیايي بودجې څخه د څه باندې ۴ میلیونه افغانیو په لګښت د هرات ښار د څلورمې ناحیې د ګواليانو سوېلي کانال د چت د سیخ‌لرونکي کانکریټي پوښ د جوړولو او پرانیستې چارې پیل شوې.

د هرات ښار د څلورمې ناحیې اړوند د ګواليانو سوېلي کانال د چت یا سقف د سیخ‌لرونکي کانکریټي پوښ د جوړولو پروژه، چې د هرات ښاروالۍ د پراختیايي بودجې څخه د ۴ میلیونه، ۹۹ زره او ۹۹۹ افغانیو په لګښت پلې کېږي، د هرات ښاروالۍ د فني او مسلکي رئیس، انجنیر محمد ایوب سیف‌الجهاد، له لوري د څلورمې ناحیې د آمر مولوي محمد اسماعیل مدثر، د څارنې او ارزونې آمریت وارسي کونکی، د سیمې د مشرانو، د ګذر وکیلانو، د پراختیايي شوراګانو د رئیسانو او یو شمېر اوسېدونکو په حضور کې په رسمي ډول پرانیستل او عملي چارې یې پیل شوې.

په همدې حال کې د څلورمې ناحیې یو شمېر اوسېدونکو د دې پروژې د پیل هرکلی وکړ او دا یې د سیمې د وضعیت د ښه والي او د ښاري خدمتونو د پراختیا په برخه کې یو اغېزناک ګام وباله. هغوی همدارنګه د ښار په بېلابېلو سیمو کې د پراختیايي پروژو د دوام هرکلی هم وکړ.

بل لور ته، د پروژې قراردادي شرکت مسؤلینو ډاډ ورکړ چې یاده پروژه به د تخنیکي معیارونو سره سم، په لوړ کیفیت او ټاکل شوې مودې کې بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

د یادونې وړ ده چې ټاکل شوې دغه پروژه د «هري دلتا» ساختماني او سړک جوړونې شرکت له لوري د شاوخوا دریو تقویمي میاشتو په موده کې بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۱۴:۱۹
Background image

د هرات والي د دغه ولایت له ښاروال سره وکتل د هرات والي، شیخ مولانا نوراحمد اسلام‌جار، د دغه ولایت له ښاروال، الحاج مولوي حمدالله نعماني سره لیدنه او خبرې وکړې.

په دې لیدنه کې د هرات والي د دغه ښار د نوي ماسټرپلان د ژر تر ژره پلي کېدو پر چټکتیا ټینګار وکړ او د یاد پلان پلي کېدل یې د منظم ښاري پراختیا، د زیربناوو د ښه والي او د ښار د اقتصادي ودې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۹:۲۱
Background image

د عاطفي خیریه بنسټ په همکارۍ د ګذر وکیلانو، د سیمه‌ییزو شوراګانو د رئیسانو او مخورو لپاره د ښاري ژوند د فرهنګ کنفرانس جوړ شو.

د ښاروالیو چارو د انسجام عمومي ریاست د ۱۴۴۸/۱/۲ نېټې د ۵۰ ګڼې مکتوب د لارښوونې پر بنسټ، د ښاري ژوند د فرهنګ کنفرانس د جوړولو په موخه، د هرات ښاروالۍ د ښاري حکومتولۍ ریاست د فرهنګي او. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۳:۳۸
Background image

د هرات ښاروالۍ د پراختیايي بودجې څخه د شاوخوا ۳.۵ میلیونه افغانیو په لګښت، د هرات ښار په درېیمه ناحیه کې د بکرآباد شپږلارې څخه تر مولانا آدینه جومات پورې د دوه‌اړخیز کانال د جوړولو پروژه بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

دغه پروژه، چې د هرات ښار د درېیمې ناحیې د نهم ګذر اړوند ده، ټولټال ۸۰۰ متره اوږدوالی او ۰.۶ متره پلنوالی لري. یاده پروژه د هرات ښاروالۍ د پراختیايي بودجې څخه د ۳ میلیونه، ۳۹۳ زره او ۳۵۴. . .

BACK TO NEWS