د هرات ښاروال او مل پلاوي له لوري د درېیمې ناحیې اړوند د مخابراتو جادې د کانال د رغولو پروژې چارې افتتاح او پیل شوې

web_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۱۰/۱۹ - ۱۰:۵۴

 

د ښاروالۍ د درېیمې ناحیې اړوند مخابراتو واټ د کانال د رغولو پروژې چارې د ۷۹۰ متر په اوږدوالي د هرات ښاروالۍ پرمختیايي بودیجې څخه د ۳.۶ ملیونه افغانۍ په لګښټ د هرات ښاروال الحاج ملا عبدالرازق راشد، د ښاري حکومتولۍ رئیس استاد محمد جاوید مایار، د څارنې او ارزونې او درېیمې ناحیې آمرینو، د سیمې مخورو او اوسیدونکو په شتون کې د بنیاد برتر ودانیز شرکت له لوري افتتاح او پیل شوې.

د ویلو ده، ټاکل شوې د دغې پروژې چارې د قراردادي شرکت له لوري د دوو تقویمي میاشتو په ترڅ کې بشپړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

افتتاحیه افتتاحیه

 

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۸:۴۴
Background image

د هرات ښاروال او مل پلاوي له لوري د فراشان سړک د آسفالت پروژې د کار پیل د هرات ښار د لسمې ناحیې اړوند د فراشان سړک د قیر اچونې پروژې چارې، چې ۵۰۰ متره اوږدوالی او ۱۲ متره سور لري.

د هرات ښاروالۍ له پراختیایي بودجې څخه د ۷ میلیونه، ۲۳۲ زره او ۷۴۶ افغانیو په ټولیز لګښت، د هرات ښاروال محترم الحاج مولوي حمدالله نعماني له لوري په رسمي توګه پرانیستل شوې او عملاً یې کار. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۹:۱۰
Background image

د هرات ښاروال او مل پلاوي له‌خوا د فاروقیه ګذر د ترانس کوڅې د آسفالت او کانالونو د جوړولو پروژېه بشپړه او ګټې اخیستنې ته و سپارل شوه.

د هرات ښار د دولسمې ناحیې اړوند د فاروقیه ګذر د ترانس کوڅې د آسفالت او کانالونو د جوړولو پروژه، چې ۴۴۰ متره اوږدوالی او ۷ متره پلنوالی لري، د سړک د آسفالت او په دواړو غاړو کې د ۳۶۰ مترو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۸:۵۲
Background image

د هرات ښاروالۍ له انکشافي بودجې څخه د شاوخوا ۸ میلیونه افغانیو په لګښت د هرات ښار د اتمې ناحیې اړوند د دارالایتام سړک د آسفالت پروژه بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

د هرات ښار د اتمې ناحیې اړوند د دارالایتام سړک د آسفات او بنسټ جوړونې پروژه، چې د هرات ښاروالۍ له انکشافي بودجې څخه د ۷ میلیونه، ۹۱۸ زره او ۵۳۵ افغانیو په لګښت بشپړه شوې، د هرات ښاروال. . .

BACK TO NEWS