د هرات ښار د ماسټر پلان د معرفي کولو غونډه د سیمه‌ییزو مسئولینو، ښاروالۍ او د ښار د پنځلسو ناحیو د ګذر وکیلانو په حضور کې ترسره شوه.

web_admin
پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۲ - ۱۱:۱
د هرات ښار د ماسټر پلان د معرفي کولو غونډه د سیمه‌ییزو مسئولینو، ښاروالۍ او د ښار د پنځلسو ناحیو د ګذر وکیلانو په حضور کې ترسره شوه.

د هرات ښار ماسټر پلان په یوه غونډه کې، چې د سیمه‌ییزو مسئولینو، ښاروالۍ، د ښاري پراختیا مسئولینو، علماوو، د پوهنتون استادانو، د پنځلسو ناحیو د ګذر وکیلانو او د انکشافي شوراګانو د رئیسانو په ګډون جوړه شوې وه، معرفي شو؛ هغه طرحه چې مسئولین یې د هرات ښار د منظم، متوازن او راتلونکې‌محورې پراختیا لپاره د نقشې لارې په توګه یادوي.

محترم الحاج مولوي حمدالله نعماني، د هرات ښاروال، وایي چې د ښار د ماسټر پلان په عملي کېدو سره به د ښاري خدمتونو د ښه والي، د زیربناوو د پراختیا، د ښاري ځمکو د ښه مدیریت او د ښار د پراختیا په بهیر کې د نظم د رامنځته کولو زمینه برابره شي.

له بلې خوا، د هرات د ښاري پراختیا رئیس عبدالله اکبري وایي، دغه طرحه د ښار د راتلونکې پراختیا مسیر مشخصوي او کولی شي د ښار د بې‌رویه او نامنظمې پراختیا مخه ونیسي.

د هرات والي شیخ مولانا نوراحمد اسلام‌جار هم د ښار د ماسټر پلان پر اهمیت ټینګار کوي او وایي چې د دې طرحې پلي کول به د ښار د منظمې پراختیا زمینه برابره کړي او د عامه خدمتونو، اړینو زیربناوو او د ښار د اوسېدونکو د راتلونکو اړتیاوو په پوره کولو کې به مهم رول ولري.

په همدې حال کې، یو شمېر د پوهنتون استادانو او د ګذر وکیلانو د ښار د ماسټر پلان له معرفي کېدو هرکلی کړی او د دې طرحې تطبیق یې د هرات ښار د نظم، ښکلا او متوازن پرمختګ لپاره مهم ګام بللی دی.

د مسئولینو په وینا، د ښار د ماسټر پلان په ترتیب کې د هرات د پراختیا اړتیاوې او د ښار راتلونکی لیدلوری په پام کې نیول شوی او د دې طرحې په پلي کېدو سره به د ودانیزو چارو، زیربناوو د پراختیا، د ښاري ځمکو د استفادې او ښاري خدمتونو د وړاندې کولو بهیر د یوه منظم پلان په چوکاټ کې پرمخ یووړل شي.

د ښار ماسټر پلان د ښارونو د پراختیا د مدیریت او لارښوونې له اساسي سندونو څخه ګڼل کېږي، چې موخه یې د ښاري نظم رامنځته کول، د بې‌رویه پراختیا مخنیوی، د ښاري سیمو متوازن پرمختګ او د زیربناوو او عامه خدمتونو د پراختیا لپاره د مناسبې زمینې برابرول دي.

د هرات ښار اوسېدونکي هم هیله لري چې د دې طرحې په عملي تطبیق سره به د ښاري پراختیا په برخه کې شته ستونزې راکمې او د منظم، ښکلي او له غوره ښاري خدمتونو برخمن ښار د رامنځته کېدو زمینه برابره شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۲ - ۱۱:۱
Background image

د هرات ښار د ماسټر پلان د معرفي کولو غونډه د سیمه‌ییزو مسئولینو، ښاروالۍ او د ښار د پنځلسو ناحیو د ګذر وکیلانو په حضور کې ترسره شوه.

د هرات ښار ماسټر پلان په یوه غونډه کې، چې د سیمه‌ییزو مسئولینو، ښاروالۍ، د ښاري پراختیا مسئولینو، علماوو، د پوهنتون استادانو، د پنځلسو ناحیو د ګذر وکیلانو او د انکشافي شوراګانو د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۶/۷ - ۱۱:۱۶
Background image

د هرات ښار د څلورمې ناحیې اړوند د امام بخاري ۱۹۶ او ۱۹۸ کوڅو د اسفالټ او کانکریټي کانال جوړولو پروژه د شاوخوا ۵.۵ میلیونه افغانیو په لګښت پیل شوه.

د سړکونو د وضعیت د ښه والي، د سطحي اوبو د غوره مدیریت، د ښاریانو د تګ راتګ د اسانتیا او د ښاري زیربناوو د پراختیا په موخه، د هرات ښار د څلورمې ناحیې اړوند د امام بخاري ۱۹۶ او ۱۹۸ کوڅو د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۶/۷ - ۱۱:۱
Background image

د هرات ښاروالۍ د پراختیايي بودجې څخه د څه باندې ۳ میلیونه افغانیو په لګښت د فاروقیه ګذر اړوند د ترانس کوڅې د اسفالټ او کانال جوړولو پروژه پرانیستل شوه.

د هرات ښار د دولسمې ناحیې اړوند د فاروقیه ګذر د ترانس کوڅې د اسفالټ او د دواړو غاړو د کانال جوړولو پروژې چارې، چې ۴۴۰ متره اوږدوالی او ۷ متره پلنوالی لري او ورسره ۳۶۰ متره کانال هم. . .

BACK TO NEWS