د هرات ښاروالۍ د پراختیایي بودیجې څخه د شاوخوا ۸.۷ میلیونه افغانیو په لګښت د شیدایي ۲۰ متره سړک د اسفالټ پروژې،د امیر کرور ګذر اړوند، د پاتې برخې د چارو پیل.
د هرات ښار د ۱۵مې ناحیې اړوند د امیر کرور ګذر شیدایي ۲۰ متره سړک د پاتې برخې د اسفالټ اکولو پروژه، چې ۵۰۰ متره اوږدوالی او ۱۲ متره سور لري د هرات ښاروالۍ له پراختیايي بودیجې څخه د ۸ میلیونه ۶۹۵ زره ۹۳۷ افغانیو په لګښت، د هرات د ښاروال الحاج مولوي حمدالله نعماني، د تخنیکي او مسلکي چارو د رئیس انجنیر محمد ایوب سیف الجهاد او سیمه ییزو مشرانو پَه حضور د "مدبران" ساختماني شرکت لخوا لخوا په رسمي توګه پرانیستل شوه او چاریې پیل سوې.
یو شمېر ځايي اوسېدونکو د دې پروژې د پیل هرکلی وکړ، دا یې:د ترانسپورتي ستونزو کمولو او د ښاریانو د ژوند د کیفیت د ښه والي لپاره یو مهم ګام وباله او د ښار په نورو برخو کې یې د پراختیایي پروژو د دوام غوښتنه وکړه.
له بلې خوا، د قراردادي شرکت مسوولینو هم ډاډ ورکړ چې دا پروژه به د تخنیکي معیارونو او د مطلوب کیفیت سره سم ،په ټاکل شوي وخت کې بشپړه او عملي شي.
د یادونې وړ ده چې دا پروژه به د څلورو میاشتو په اوږدو کې بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
