د هرات ښاروال او ورسره مل پلاوي یې په بېلابېلو ناحیو کې د پرمختیایي پروژو د تطبیق له بهیر څخه لیدنه او څارنه وکړه.

web_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۴ - ۹:۵۴
د هرات ښاروال او ورسره مل پلاوي یې په بېلابېلو ناحیو کې د پرمختیایي پروژو د تطبیق له بهیر څخه لیدنه او څارنه وکړه.

د هرات ښاروالۍ د رهبرۍ له لوري د ښار په پنځلس‌ګونو ناحیو کې د پرمختیایي پروژو د تطبیق د څارنې د لړۍ په دوام، دا ځل د هرات ښاروال، محترم الحاج مولوي حمدالله نعماني، د ښاري او سکتوري خدمتونو د آمریت د پلټنې وارسي کونکی انجنیر محمدیار شهاب، د څارنې او ارزونې د آمریت د وارسي کونکی انجنیر سباوون کاکړ، او د ښاروالۍ د اړوندو برخو له یو شمېر انجنیرانو او مسؤلینو سره یوځای، د حلقوي پراختیایي سړک، د قارون سیند پر سر د پل د جوړولو، د دارالایتام سړک د بنسټیزې جوړونې او د منارو له سړک څخه د مولوي ټانک تر سیمې پورې د مهمو پرمختیایي پروژو د کار له بهیر څخه لیدنه او څارنه وکړه.

د هرات ښاروال د دغې لیدنې پر مهال د پروژو د چارو پر چټکتیا، د کیفیت له ساتنې سره یوځای، ټینګار وکړ او له قراردادي شرکتونو یې وغوښتل چې پروژې د ټاکل شویو تخنیکي معیارونو او سټنډرډونو سره سم، په ټاکلي وخت او مطلوب کیفیت بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپاري.

د یادونې وړ ده چې د هرات ښاروالۍ د اړوندو برخو مسؤلین او انجنیران په منظم او دوامدار ډول د ښار په پنځلس‌ګونو ناحیو کې د پرمختیایي پروژو د تطبیق بهیر څاري، ترڅو د پروژو ټول اجرایي پړاوونه د قرارداد د شرایطو، تخنیکي معیارونو او ټاکلي سوي مهالویش سره سم بشپړ شي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۱۴:۱۹
Background image

د هرات والي د دغه ولایت له ښاروال سره وکتل د هرات والي، شیخ مولانا نوراحمد اسلام‌جار، د دغه ولایت له ښاروال، الحاج مولوي حمدالله نعماني سره لیدنه او خبرې وکړې.

په دې لیدنه کې د هرات والي د دغه ښار د نوي ماسټرپلان د ژر تر ژره پلي کېدو پر چټکتیا ټینګار وکړ او د یاد پلان پلي کېدل یې د منظم ښاري پراختیا، د زیربناوو د ښه والي او د ښار د اقتصادي ودې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۹:۲۱
Background image

د عاطفي خیریه بنسټ په همکارۍ د ګذر وکیلانو، د سیمه‌ییزو شوراګانو د رئیسانو او مخورو لپاره د ښاري ژوند د فرهنګ کنفرانس جوړ شو.

د ښاروالیو چارو د انسجام عمومي ریاست د ۱۴۴۸/۱/۲ نېټې د ۵۰ ګڼې مکتوب د لارښوونې پر بنسټ، د ښاري ژوند د فرهنګ کنفرانس د جوړولو په موخه، د هرات ښاروالۍ د ښاري حکومتولۍ ریاست د فرهنګي او. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۳:۳۸
Background image

د هرات ښاروالۍ د پراختیايي بودجې څخه د شاوخوا ۳.۵ میلیونه افغانیو په لګښت، د هرات ښار په درېیمه ناحیه کې د بکرآباد شپږلارې څخه تر مولانا آدینه جومات پورې د دوه‌اړخیز کانال د جوړولو پروژه بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

دغه پروژه، چې د هرات ښار د درېیمې ناحیې د نهم ګذر اړوند ده، ټولټال ۸۰۰ متره اوږدوالی او ۰.۶ متره پلنوالی لري. یاده پروژه د هرات ښاروالۍ د پراختیايي بودجې څخه د ۳ میلیونه، ۳۹۳ زره او ۳۵۴. . .

BACK TO NEWS