د هرات ښاروال او مل پلاوي د ښار په بېلابېلو ناحیو کې د پراختیايي پروژو د چارو له بهیر څخه لیدنه او څارنه وکړه.

web_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۹:۴۰
د هرات ښاروال او مل پلاوي د ښار په بېلابېلو ناحیو کې د پراختیايي پروژو د چارو له بهیر څخه لیدنه او څارنه وکړه.

د هرات ښار په پنځلس‌ګونو ناحیو کې د پراختیايي پروژو د چارو له بهیر څخه د ښاروالۍ د رهبرۍ او مسئولینو د نظارتي پروګرامونو په دوام، دا ځل د هرات ښاروال محترم الحاج مولوي حمدالله نعماني، د دفتر، نظارت او ارزونې آمریتونو له آمرینو او د اړوندو برخو له یو شمېر انجنیرانو سره یوځای، د تېرې چهارشنبې ورځې، د ۱۴۰۵ هـ.ش کال د سنبلې میاشتې په ۲۵مه، چې د ۱۴۴۸ هـ.ق کال د ربیع‌الثاني میاشتې له ۳مې سره سمون خوري، د ښار په بېلابېلو ناحیو کې د لویو پراختیايي پروژو؛ د هرات حوزوي روغتون ته مخامخ د طبي سوداګریز مجتمع د ځمک‌لاندې لارې د جوړولو، له تخت صفر څخه تر غیاثیه پوهنتون پورې د حلقوي سړک او پر قارون سیند د پله د جوړولو پروژو له چارو څخه لیدنه او څارنه وکړه.

د هرات ښاروال د دې لیدنې او څارنې پر مهال د قراردادي شرکتونو مسئولینو ته لارښوونه وکړه، چې د پروژو چارې د تخنیکي معیارونو له مخې او په ټاکل شوې موده کې بشپړې کړي او د پروژو د تطبیق په بهیر کې له هر ډول ځنډ څخه مخنیوی وکړي.

له بلې خوا، د یادو پروژو د قراردادي شرکتونو مسئولینو هم د هرات ښاروال په حضور کې ژمنه وکړه، چې د ژمي موسم د رانږدې کېدو په پام کې نیولو سره به د پروژو د چارو د تطبیق بهیر چټک کړي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۵:۳
Background image

د هرات ښار په مرکز کې د ځمک‌لاندې لارې د پاتې برخو د قیر اچونې د چارو بشپړېدل!

د هرات ښار په مرکز کې د ځمک‌لاندې لارې د پروژې د پاتې برخو د قیر اچونې چارې تېره شپه د هرات ښاروالۍ له لوري بشپړې شوې.

د هرات ښاروالۍ مسئولین وایي، چې د دې برخې د چارو په بشپړېدو سره د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۹:۴۰
Background image

د هرات ښاروال او مل پلاوي د ښار په بېلابېلو ناحیو کې د پراختیايي پروژو د چارو له بهیر څخه لیدنه او څارنه وکړه.

د هرات ښار په پنځلس‌ګونو ناحیو کې د پراختیايي پروژو د چارو له بهیر څخه د ښاروالۍ د رهبرۍ او مسئولینو د نظارتي پروګرامونو په دوام، دا ځل د هرات ښاروال محترم الحاج مولوي حمدالله نعماني، د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۸ - ۹:۵۷
Background image

د هرات ولایت د پنج ستاره هوټل پر دېوالونو د انکشافي پروژو انځورګري او رنګول، او د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله د پیغامونو لیکل!

د هرات ولایت د محترم مقام د لارښوونې له مخې او د ښاري سړکونو او څلورلارو د ښکلا په موخه، د هرات ښاروالۍ د ښاري حکومتولۍ ریاست د فرهنګي او ټولنیزو چارو آمریت، د باغ اسلامي څلورلارې او د. . .

BACK TO NEWS