د ملکیار پارک شنه، سمسوره او زړه‌راښکونکې فضا! د ښار په پارکونو او بلوارونو کې د ونو او بوټو قیچي‌کاري او تزئین، ادویه ‌شیندنه، د چمنونو رېبل او د شنو ساحو خړوبول، د هرات ښاروالۍ د سرسبزۍ عمومي مدیریت له مهمو او ورځنیو فعالیتونو څخه دي، چې د ښار په پنځلس

web_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۹:۷
د ملکیار پارک شنه، سمسوره او زړه‌راښکونکې فضا!  د ښار په پارکونو او بلوارونو کې د ونو او بوټو قیچي‌کاري او تزئین، ادویه ‌شیندنه، د چمنونو رېبل او د شنو ساحو خړوبول، د هرات ښاروالۍ د سرسبزۍ عمومي مدیریت له مهمو او ورځنیو فعالیتونو څخه دي، چې د ښار په پنځلس

ګونو ناحیو کې ترسره کېږي.

د هرات ښاروالۍ د سرسبزۍ عمومي مدیریت مسئولین وایي، چې دغه فعالیتونه د شنو ساحو د ساتنې او پراختیا، د ښاري چاپېریال د ښکلا او سمسورتیا د تأمین او د ښاریرانو لپاره د مناسب چاپېریال د رامنځته کولو په موخه په منظم ډول ترسره کېږي.

د اړوندې برخې مسئولین له ټولو درنو هراتي ښاریرانو څخه غوښتنه کوي، چې د شنو ساحو د ساتنې اصولو په رعایت او د ښاروالۍ له اړوندو څانګو سره په همکارۍ، د ښار د پارکونو، بلوارونو او نورو شنو ساحو په ساتنه او همداراز د ښاري چاپېریال د پاکوالي او سمسورتیا په ساتلو کې فعاله ونډه واخلي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۱۴:۱۹
Background image

د هرات والي د دغه ولایت له ښاروال سره وکتل د هرات والي، شیخ مولانا نوراحمد اسلام‌جار، د دغه ولایت له ښاروال، الحاج مولوي حمدالله نعماني سره لیدنه او خبرې وکړې.

په دې لیدنه کې د هرات والي د دغه ښار د نوي ماسټرپلان د ژر تر ژره پلي کېدو پر چټکتیا ټینګار وکړ او د یاد پلان پلي کېدل یې د منظم ښاري پراختیا، د زیربناوو د ښه والي او د ښار د اقتصادي ودې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۹:۲۱
Background image

د عاطفي خیریه بنسټ په همکارۍ د ګذر وکیلانو، د سیمه‌ییزو شوراګانو د رئیسانو او مخورو لپاره د ښاري ژوند د فرهنګ کنفرانس جوړ شو.

د ښاروالیو چارو د انسجام عمومي ریاست د ۱۴۴۸/۱/۲ نېټې د ۵۰ ګڼې مکتوب د لارښوونې پر بنسټ، د ښاري ژوند د فرهنګ کنفرانس د جوړولو په موخه، د هرات ښاروالۍ د ښاري حکومتولۍ ریاست د فرهنګي او. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۳:۳۸
Background image

د هرات ښاروالۍ د پراختیايي بودجې څخه د شاوخوا ۳.۵ میلیونه افغانیو په لګښت، د هرات ښار په درېیمه ناحیه کې د بکرآباد شپږلارې څخه تر مولانا آدینه جومات پورې د دوه‌اړخیز کانال د جوړولو پروژه بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

دغه پروژه، چې د هرات ښار د درېیمې ناحیې د نهم ګذر اړوند ده، ټولټال ۸۰۰ متره اوږدوالی او ۰.۶ متره پلنوالی لري. یاده پروژه د هرات ښاروالۍ د پراختیايي بودجې څخه د ۳ میلیونه، ۳۹۳ زره او ۳۵۴. . .

BACK TO NEWS