د څه باندې ۵ میلیون افغانۍ په لګښت د ښار په بیلابیلو ناحیو کې د بلوارونو د خړوبولو سیستم پروژه افتتاح او اجرائیوي چارې يې پیل شوې.

web_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۱ - ۸:۲۶
بلوار

د هرات ښار مختلفو مسیرونو کې لکه د فرقې بیا تر کاریزک ، نمبریک څخه تر کارآباد او تخت صفر څخه بیا تر ګمرک پورې په نويو جوړ شوو بلوارونو کې د آبیارۍ سیستم او دري کړۍ ژور څاګانو د جوړولو پروژې کار د ۱۰۸۴۰ متر په اوږدوالي د هرات ښاروالۍ داخلي عوایدو څخه د نژدې ۵،۵ میلیون افغانۍ په لګښت افتتاح او عملي چارې يې د قراردادي شرکت له لوري پیل شوې.

دغه پروژه د هرات ښاروال ملا نعمت الله (حسن حاجي صاحب) له لوري او د هرات ښاروالۍ د تخنیکي او مسلکي ریاست رئیس انجینیر محمد ایوب سیف الجهاد، د سیمې مخورو او اوسیدونکو او د دغې ادارې د اړوند برخو مسؤلانو په شتون کې پرانیستل شوه او د فرید ترین ودانیز شرکت له لوري يې عملي او ودانیزې چارې پیل شوې.

د دغې پروژې د پرانیستلو پرمهال د هرات ښاروالۍ ووی ، چې د ښار په بلوارونو کې د دغه سیستم په رامنځته کېدو سره، د زرغونو سیمو د خړوبولو په برخه کې به ستونزې هوارې شي او د شنو فضاوو د توسعې لپاره به زمینې نورې هم برابرې شي.

د هرات ښاروال، له ټولو ښاریانو غوښتنه کړه، چې د زرغونو سیمو د ساتنې، مراقبت او پراختیا په چاره کې د دغې ادارې سره همکاري وکړي.

بلخوا، د قراردادي شرکت مسؤل وايي، چې دغه پروژه به د پلان سره سم په لوړ کیفیت او ټاکلې معیاد بشپړوي.

د ویلو ده، ټاکل شوې دغه پروژه د ۳ تقویمي میاشتو په ترڅ کې بشپړ او ګټې اخیستنې ته ورسول شي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۳ - ۹:۱۶
Background image

د هرات ښار مرکز کې تر ځمکې لاندې سړک پروژې د دویمې برخې ودانیزې چارې روانې دي.

د زیر ګذر د جوړولو پروژې دغه برخه د درېیمې ناحیې اړوند د فرهنګ چوک څخه بیا د مخابراتو تر جادې غځیدلې او ۳۲۰ متر اوږدوالی او ۸ متر پلنوالی لري، چې د هرات ښاروالۍ له لوري ودانیزې چارې يې. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۳ - ۹:۹
Background image

د هرات ملت باغ ځینو برخو کې د سروي (۱۰۰۰) اصله نیالګي کښېنول شوه.

د هرات ښاروالۍ د زرغونتیا عمومي مدیریت له لوري د باغ ملت اړتیا وړ ساحاتو کې د سروي (۱۰۰۰) اصله نیالګي کښېنول شوه.

د یاد مدیریت مسؤلان وايي، د دغه نیالګیو د کښېنولو څخه موخه د زرغونو. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۳ - ۸:۵۸
Background image

پر قارون رود د نوي پل د جوړولو پروژې چارې په جدیت او چټکۍ سره روانې دي.

د هرات ښاروالۍ د انجینیرۍ څانګې مسؤلان وايي، چې پر قارون رود د نوي پل د جوړولو پروژې شاوخوا 65 سلنه فزیکي پرمختګ کړی او ودانیزې چارې يې په جدیت سره روانې دي.

دغه پل ۱۱۱ متر اوږدوالي او. . .

BACK TO NEWS