د عاطفي خیریه بنسټ په همکارۍ د ګذر وکیلانو، د سیمه‌ییزو شوراګانو د رئیسانو او مخورو لپاره د ښاري ژوند د فرهنګ کنفرانس جوړ شو.

web_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۹:۲۱
د عاطفي خیریه بنسټ په همکارۍ د ګذر وکیلانو، د سیمه‌ییزو شوراګانو د رئیسانو او مخورو لپاره د ښاري ژوند د فرهنګ کنفرانس جوړ شو.

د ښاروالیو چارو د انسجام عمومي ریاست د ۱۴۴۸/۱/۲ نېټې د ۵۰ ګڼې مکتوب د لارښوونې پر بنسټ، د ښاري ژوند د فرهنګ کنفرانس د جوړولو په موخه، د هرات ښاروالۍ د ښاري حکومتولۍ ریاست د فرهنګي او ټولنیزو چارو آمریت، د هرات ښاروالۍ او عاطفي خیریه بنسټ ترمنځ د دوه‌اړخیزې همکارۍ د هوکړه‌لیک له مخې، د عاطفي خیریه بنسټ په همکارۍ د ښاري ژوند د فرهنګ کنفرانس جوړ کړ.
دغه کنفرانس د حقوقي، امنیتي او ټولنیزو پوهاویو د لوړولو، د ښاري بیارغونې او ښاري ژوند د فرهنګ د پیاوړتیا په موخه جوړ شوی و.
په دې کنفرانس کې د ښاري ژوند د فرهنګ، د ښار پر وړاندې د ښاریانو د مسئولیتونو، د سیمه‌ییز نظم په ټینګښت کې د ګذر وکیلانو د رول، د شوراګانو د قانوني دندو، د ګذر وکیلانو د حقوقي پوهاوي، د کوچنیو شخړو د حل، د ښاري فرهنګ د دودولو او د ښاري بیارغونې په چارو کې د خلکو د ګډون اړوند موضوعات تر بحث لاندې ونیول شول.
د هرات ښاروال، محترم الحاج مولوي حمدالله نعماني، د دې پروګرام په پیل کې د ښار پر وړاندې د ښاریانو مسئولیتونو ته په اشارې سره وویل، چې د علمي او اکاډمیکو بنسټونو له لوري د فرهنګي او ټولنیزو پروګرامونو جوړول د خلکو د ژوند د وضعیت په ښه والي کې ګټور دي.
نوموړي د پروګرام له ګډونوالو وغوښتل، چې له دولتي ادارو، په ځانګړې توګه د هرات ښاروالۍ سره هر اړخیزه همکاري وکړي.
د هرات ښاروال زیاته کړه، چې د اسلام مبارک دین د لارښوونو او د حضرت محمد مصطفی صلی‌الله علیه وسلم د ارشاداتو له مخې، ښاریان مکلف دي چې د ګاونډیتوب حقوق او له خلکو سره د نېک چلند اصول په سمه توګه مراعات کړي. همدارنګه، د ګذر وکیلان د ټولنې د استازو په توګه مسئولیت لري، چې په پوره اخلاص د ښاریانو خدمت وکړي.
په همدې حال کې، د هرات ښاروالۍ د ښاري حکومتولۍ رئیس، مولوي عبدالواحد «خیرخواه» وویل، چې دغه کنفرانس د عاطفي خیریه بنسټ په همکارۍ د ګذر د څه باندې ۱۰۰ تنو وکیلانو، د دولتي ادارو او پراختیايي شوراګانو د رئیسانو او د رسنیو د مسئولینو په ګډون جوړ شوی دی.
مولوي خیرخواه د دغه پروګرام جوړېدل د سیمه‌ییز مدیریت د پیاوړتیا او د خلکو او دولتي بنسټونو ترمنځ د همغږۍ د زیاتوالي په برخه کې اغېزمن ګام وباله.
له بلې خوا، د عاطفي خیریه بنسټ مرستیال عبدالظاهر «ارشاد»، د فرهنګي او ټولنیزو چارو آمر حاجي غلام حضرت «اميني» او د ګذر وکیلانو عمومي مدیر حمید افضلي، په خپلو خبرو کې د ګذر وکیلانو او د شوراګانو د رئیسانو د فعال ګډون له امله مننه وکړه او له ګډونوالو یې وغوښتل، چې د ښاري ژوند د فرهنګ د کنفرانس محتوا او لارښوونې په ټولنه کې عملي کړي.

شهر نشینی

 

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۹:۱۳
Background image

برگزاری کنفرانس فرهنگ شهرنشینی برای وکلای گذر، رؤسای شوراهای محلی و متنفذین با همکاری بنیاد خیریهء عاطفی

حسب هدایت مکتوب شماره ۵۰ مؤرخ ۲، ۱، ۱۴۴۸ ریاست عمومی انسجام امور شاروالی‌ها در زمینهء تدویر کنفرانس فرهنگ شهرنشینی، آمریت امور فرهنگی و اجتماعی ریاست حکومتداری شهری شاروالی هرات به اساس. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۳:۳۴
Background image

افتتاح و بهره‌برداری از پروژه اعمار کانال دوطرفه جاده شش‌راه بکرآباد تا مسجد مولانا آدینه واقع در ناحیه سوم شهر با هزینه‌ای حدود ۳.۵ میلیون افغانی از بودجه انکشافی شاروالی هرات.

پروژه اعمار کانال دوطرفه جاده شش‌راه بکرآباد تا مسجد مولانا آدینه، واقع در گذر نهم ناحیه سوم شهر هرات، به طول مجموعی ۸۰۰ متر و عرض ۰.۶ متر، با هزینه ۳ میلیون و ۳۹۳ هزار و ۳۵۴ افغانی از. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۳:۳۵
Background image

افتتاح و بهره‌برداری از پروژه اعمار کانال سمت جنوب جاده مخابرات با هزینه‌ای حدود ۳.۵ میلیون افغانی در ناحیه سوم شهر از سوی شاروال هرات و هیئت همراه شان.

پروژه اعمار کانال سمت جنوب جاده مخابرات، واقع در گذر دوم ناحیه سوم شهر هرات، به طول ۷۳۵ متر و عرض ۰.۹ متر، با هزینه حدود ۳.۵ میلیون افغانی از بودجه انکشافی شاروالی هرات تکمیل و به بهره. . .

BACK TO NEWS