د عاطفي خیریه بنسټ په همکارۍ د ګذر وکیلانو، د سیمه‌ییزو شوراګانو د رئیسانو او مخورو لپاره د ښاري ژوند د فرهنګ کنفرانس جوړ شو.

web_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۹:۲۱
د عاطفي خیریه بنسټ په همکارۍ د ګذر وکیلانو، د سیمه‌ییزو شوراګانو د رئیسانو او مخورو لپاره د ښاري ژوند د فرهنګ کنفرانس جوړ شو.

د ښاروالیو چارو د انسجام عمومي ریاست د ۱۴۴۸/۱/۲ نېټې د ۵۰ ګڼې مکتوب د لارښوونې پر بنسټ، د ښاري ژوند د فرهنګ کنفرانس د جوړولو په موخه، د هرات ښاروالۍ د ښاري حکومتولۍ ریاست د فرهنګي او ټولنیزو چارو آمریت، د هرات ښاروالۍ او عاطفي خیریه بنسټ ترمنځ د دوه‌اړخیزې همکارۍ د هوکړه‌لیک له مخې، د عاطفي خیریه بنسټ په همکارۍ د ښاري ژوند د فرهنګ کنفرانس جوړ کړ.
دغه کنفرانس د حقوقي، امنیتي او ټولنیزو پوهاویو د لوړولو، د ښاري بیارغونې او ښاري ژوند د فرهنګ د پیاوړتیا په موخه جوړ شوی و.
په دې کنفرانس کې د ښاري ژوند د فرهنګ، د ښار پر وړاندې د ښاریانو د مسئولیتونو، د سیمه‌ییز نظم په ټینګښت کې د ګذر وکیلانو د رول، د شوراګانو د قانوني دندو، د ګذر وکیلانو د حقوقي پوهاوي، د کوچنیو شخړو د حل، د ښاري فرهنګ د دودولو او د ښاري بیارغونې په چارو کې د خلکو د ګډون اړوند موضوعات تر بحث لاندې ونیول شول.
د هرات ښاروال، محترم الحاج مولوي حمدالله نعماني، د دې پروګرام په پیل کې د ښار پر وړاندې د ښاریانو مسئولیتونو ته په اشارې سره وویل، چې د علمي او اکاډمیکو بنسټونو له لوري د فرهنګي او ټولنیزو پروګرامونو جوړول د خلکو د ژوند د وضعیت په ښه والي کې ګټور دي.
نوموړي د پروګرام له ګډونوالو وغوښتل، چې له دولتي ادارو، په ځانګړې توګه د هرات ښاروالۍ سره هر اړخیزه همکاري وکړي.
د هرات ښاروال زیاته کړه، چې د اسلام مبارک دین د لارښوونو او د حضرت محمد مصطفی صلی‌الله علیه وسلم د ارشاداتو له مخې، ښاریان مکلف دي چې د ګاونډیتوب حقوق او له خلکو سره د نېک چلند اصول په سمه توګه مراعات کړي. همدارنګه، د ګذر وکیلان د ټولنې د استازو په توګه مسئولیت لري، چې په پوره اخلاص د ښاریانو خدمت وکړي.
په همدې حال کې، د هرات ښاروالۍ د ښاري حکومتولۍ رئیس، مولوي عبدالواحد «خیرخواه» وویل، چې دغه کنفرانس د عاطفي خیریه بنسټ په همکارۍ د ګذر د څه باندې ۱۰۰ تنو وکیلانو، د دولتي ادارو او پراختیايي شوراګانو د رئیسانو او د رسنیو د مسئولینو په ګډون جوړ شوی دی.
مولوي خیرخواه د دغه پروګرام جوړېدل د سیمه‌ییز مدیریت د پیاوړتیا او د خلکو او دولتي بنسټونو ترمنځ د همغږۍ د زیاتوالي په برخه کې اغېزمن ګام وباله.
له بلې خوا، د عاطفي خیریه بنسټ مرستیال عبدالظاهر «ارشاد»، د فرهنګي او ټولنیزو چارو آمر حاجي غلام حضرت «اميني» او د ګذر وکیلانو عمومي مدیر حمید افضلي، په خپلو خبرو کې د ګذر وکیلانو او د شوراګانو د رئیسانو د فعال ګډون له امله مننه وکړه او له ګډونوالو یې وغوښتل، چې د ښاري ژوند د فرهنګ د کنفرانس محتوا او لارښوونې په ټولنه کې عملي کړي.

شهر نشینی

 

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۹:۲۱
Background image

د عاطفي خیریه بنسټ په همکارۍ د ګذر وکیلانو، د سیمه‌ییزو شوراګانو د رئیسانو او مخورو لپاره د ښاري ژوند د فرهنګ کنفرانس جوړ شو.

د ښاروالیو چارو د انسجام عمومي ریاست د ۱۴۴۸/۱/۲ نېټې د ۵۰ ګڼې مکتوب د لارښوونې پر بنسټ، د ښاري ژوند د فرهنګ کنفرانس د جوړولو په موخه، د هرات ښاروالۍ د ښاري حکومتولۍ ریاست د فرهنګي او. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۳:۳۸
Background image

د هرات ښاروالۍ د پراختیايي بودجې څخه د شاوخوا ۳.۵ میلیونه افغانیو په لګښت، د هرات ښار په درېیمه ناحیه کې د بکرآباد شپږلارې څخه تر مولانا آدینه جومات پورې د دوه‌اړخیز کانال د جوړولو پروژه بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

دغه پروژه، چې د هرات ښار د درېیمې ناحیې د نهم ګذر اړوند ده، ټولټال ۸۰۰ متره اوږدوالی او ۰.۶ متره پلنوالی لري. یاده پروژه د هرات ښاروالۍ د پراختیايي بودجې څخه د ۳ میلیونه، ۳۹۳ زره او ۳۵۴. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۳:۳۹
Background image

د هرات ښار د درېیمې ناحیې د دویم ګذر اړوند د مخابراتو سړک په جنوبي برخه کې د کانال جوړولو پروژه، چې ۷۳۵ متره اوږدوالی او ۰.۹ متره پلنوالی لري، د هرات ښاروالۍ له پراختیايي بودجې څخه د شاوخوا ۳.۵ میلیونه افغانیو په لګښت بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

دغه پروژه د هرات ښاروالۍ د محترم ښاروال الحاج مولوي حمدالله نعماني له لوري، د ښاروالۍ د فني او مسلکي رئیس انجنیر محمد ایوب سیف‌الجهاد، د دفتر او څارنې او ارزونې آمرینو، د درېیمې ناحیې د. . .

BACK TO NEWS