د هرات ښاروالۍ د ۱۴۰۵ مالي کال د لومړۍ ربعې د حساب ورکونې غونډه ترسره شوه.

web_admin
Wed, Jul 15 2026 8:49 AM
د هرات ښاروالۍ د ۱۴۰۵ مالي کال د لومړۍ ربعې د حساب ورکونې غونډه ترسره شوه.

د هرات ښاروالۍ د ۱۴۰۵ لمریز مالي کال د لومړۍ ربعې د کړنو، فعالیتونو او لاسته راوړنو د حساب ورکونې غونډه، د شفافیت د تأمین او ښاریانو ته د ځواب ویلو په موخه، د هرات ښاروال محترم الحاج مولوي حمدالله نعماني، د ښاري حکومتولۍ، تخنیکي او مسلکي چارو، عوایدو او محاسبې د درې‌ګونو ریاستونو د رئیسانو، یو شمېر داخلي آمرینو، د ګذر وکیلانو او د ښاري ناحیو د انکشافي شوراګانو د رئیسانو په ګډون ترسره شوه.

دغه غونډه د قرآن کریم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شوه. وروسته د هرات ښاروال، محترم الحاج مولوي حمدالله نعماني، د دغې غونډې د جوړېدو موخه ښاریانو ته د هرات ښاروالۍ د کړنو او لاسته راوړنو د شفاف راپور وړاندې کول وبلله.
د هرات ښاروال وویل: «ملت ته حساب ورکول د اسلامي نظام له اساسي اصولو څخه دي، او د ښاروالۍ مسؤلین باید خلکو ته ځواب ویونکي وي.»
نوموړي زیاته کړه چې د دې ادارې ټول راټول شوي عواید به له بشپړې روڼتیا او متوازن ډول د هرات ښار د ودې او پراختیا په موخه ولګول شي.
د هرات ښاروال همدارنګه څرګنده کړه چې ښاروالي د ټولو ښاریانو ګډ کور دی، او ښاریان کولای شي خپل نظرونه، وړاندیزونه او عرایض د هرات ښاروالۍ له رهبرۍ سره شریک کړي.
هغه ټینګار وکړ چې د هرات ښاروالۍ د ۱۴۰۵ مالي کال په پلان کې د څه باندې یو میلیارد افغانیو په ارزښت ۸۰ سترې انکشافي پروژې شاملې شوې دي، چې له هغو څخه د ۲۷ پروژو عملي چارې پیل شوې دي.

ورپسې، د هرات ښاروالۍ د ښاري حکومتولۍ رئیس، مولوي عبدالواحد خیرخواه، د ۱۴۰۵ مالي کال د لومړۍ ربعې د خپلو مهمو لاسته راوړنو په اړه وویل چې د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله د پیغامونو خپرول، د ښاري نظم او پراختیا کمېسیون د غونډو جوړول، په ښاري ناحیو کې د معیاري ګذر‌بندۍ د بهیر ۹۰ سلنه تطبیق، د ګذر وکیلانو لپاره د روزنیزو سیمینارونو جوړول، د ښاروالۍ د اداري غونډو ترسره کول، د ښاریانو د شکایتونو پر بنسټ د ۲۰ تنو د ګذر وکیلانو ګوښه کول، د «ښاروالۍ–ښوونځي» د څلورو کمېټو جوړول، د ادرس ورکولو او د سړکونو د نومولو د پروژې څارنه، او یو شمېر نور مهم پروګرامونه د دې ریاست له مهمو لاسته راوړنو څخه دي.

له بلې خوا، د هرات ښاروالۍ د تخنیکي او مسلکي چارو رئیس، انجینر محمد ایوب سیف‌الجهاد، څرګنده کړه چې د ۱۴۰۵ مالي کال په پلان کې د څه باندې یو میلیارد افغانیو په ارزښت ۸۰ سترې انکشافي پروژې شاملې شوې دي.
نوموړي وویل چې د دغو پروژو له ډلې د ۲۷ سترو پروژو عملي چارې د مالي کال په لومړۍ ربعه کې پیل شوې، ۲۵ پروژې د تدارکاتي پړاوونو د بشپړېدو په حال کې دي، او ۱۸ نورې پروژې د سروې او د تخنیکي اسنادو د چمتو کولو په پړاو کې دي.

ورپسې، د هرات ښاروالۍ د عوایدو او محاسبې رئیس، قاري عطاالله احمدي، د ۱۴۰۵ مالي کال د لومړۍ ربعې د عوایدو او لګښتونو په اړه خبرې وکړې او څرګنده یې کړه چې په دې ربعه کې د راټولو شوو عوایدو ټولیزه اندازه ۳۹۸ میلیونه افغانیو ته رسېدلې ده.
نوموړي زیاته کړه چې دغه عواید د دولتي، استوګنیزو او سوداګریزو ملکیتونو د صفایۍ محصول، د پلاني نقشو د ویزې محصول، د لوایحو او اعلانونو مالیه، د صنفي جوازونو د ښاري خدمتونو محصول، له ګمرک څخه د واردېدونکو توکو د ښاري خدمتونو محصول، د ترافیکي عوارضو محصول، د هرات ښاروالۍ د ملکیتونو کرایه، او نورو عایداتي سرچینو څخه راټول شوي دي.
ښاغلي احمدي همدارنګه وویل چې د ۱۴۰۵ مالي کال د لومړۍ ربعې ټول عادي او انکشافي لګښتونه ۸۶ میلیونه افغانۍ دي.

په همدې حال کې، د ګذر یو شمېر وکیلانو او د ښاري ناحیو د انکشافي شوراګانو رئیسانو د هرات ښاروالۍ د حساب ورکونې د غونډې له جوړېدو څخه خوښي څرګنده کړه او د دې ادارې د فعالیتونو د لا ښه والي لپاره یې خپل نظرونه او وړاندیزونه له مسؤلینو سره شریک کړل.
هغوی یو ځل بیا د هرات ښاروالۍ له پروګرامونو څخه خپل هر اړخیز ملاتړ اعلان کړ.

په پای کې، غونډه د هرات ښاروالۍ د تفتیش آمر، محترم الحاج مولوي عبدالقدیر محمدي، له لنډې جمع‌بندۍ او دعا سره پای ته ورسېده.

Latest news

Wed, Jul 15 2026 8:57 AM
Background image

Herat Municipality Holds First-Quarter Accountability Meeting for Fiscal Year 1405.

Herat Municipality held its accountability meeting to present the activities, performance, and achievements of the first quarter of Fiscal Year 1405 (Solar Hijri), with the aim of. . .

BACK TO NEWS