د هرات ښاروالۍ د ۱۴۰۵ مالي کال د لومړۍ ربعې د حساب ورکونې غونډه ترسره شوه.

web_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۴ - ۸:۴۹
د هرات ښاروالۍ د ۱۴۰۵ مالي کال د لومړۍ ربعې د حساب ورکونې غونډه ترسره شوه.

د هرات ښاروالۍ د ۱۴۰۵ لمریز مالي کال د لومړۍ ربعې د کړنو، فعالیتونو او لاسته راوړنو د حساب ورکونې غونډه، د شفافیت د تأمین او ښاریانو ته د ځواب ویلو په موخه، د هرات ښاروال محترم الحاج مولوي حمدالله نعماني، د ښاري حکومتولۍ، تخنیکي او مسلکي چارو، عوایدو او محاسبې د درې‌ګونو ریاستونو د رئیسانو، یو شمېر داخلي آمرینو، د ګذر وکیلانو او د ښاري ناحیو د انکشافي شوراګانو د رئیسانو په ګډون ترسره شوه.

دغه غونډه د قرآن کریم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شوه. وروسته د هرات ښاروال، محترم الحاج مولوي حمدالله نعماني، د دغې غونډې د جوړېدو موخه ښاریانو ته د هرات ښاروالۍ د کړنو او لاسته راوړنو د شفاف راپور وړاندې کول وبلله.
د هرات ښاروال وویل: «ملت ته حساب ورکول د اسلامي نظام له اساسي اصولو څخه دي، او د ښاروالۍ مسؤلین باید خلکو ته ځواب ویونکي وي.»
نوموړي زیاته کړه چې د دې ادارې ټول راټول شوي عواید به له بشپړې روڼتیا او متوازن ډول د هرات ښار د ودې او پراختیا په موخه ولګول شي.
د هرات ښاروال همدارنګه څرګنده کړه چې ښاروالي د ټولو ښاریانو ګډ کور دی، او ښاریان کولای شي خپل نظرونه، وړاندیزونه او عرایض د هرات ښاروالۍ له رهبرۍ سره شریک کړي.
هغه ټینګار وکړ چې د هرات ښاروالۍ د ۱۴۰۵ مالي کال په پلان کې د څه باندې یو میلیارد افغانیو په ارزښت ۸۰ سترې انکشافي پروژې شاملې شوې دي، چې له هغو څخه د ۲۷ پروژو عملي چارې پیل شوې دي.

ورپسې، د هرات ښاروالۍ د ښاري حکومتولۍ رئیس، مولوي عبدالواحد خیرخواه، د ۱۴۰۵ مالي کال د لومړۍ ربعې د خپلو مهمو لاسته راوړنو په اړه وویل چې د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله د پیغامونو خپرول، د ښاري نظم او پراختیا کمېسیون د غونډو جوړول، په ښاري ناحیو کې د معیاري ګذر‌بندۍ د بهیر ۹۰ سلنه تطبیق، د ګذر وکیلانو لپاره د روزنیزو سیمینارونو جوړول، د ښاروالۍ د اداري غونډو ترسره کول، د ښاریانو د شکایتونو پر بنسټ د ۲۰ تنو د ګذر وکیلانو ګوښه کول، د «ښاروالۍ–ښوونځي» د څلورو کمېټو جوړول، د ادرس ورکولو او د سړکونو د نومولو د پروژې څارنه، او یو شمېر نور مهم پروګرامونه د دې ریاست له مهمو لاسته راوړنو څخه دي.

له بلې خوا، د هرات ښاروالۍ د تخنیکي او مسلکي چارو رئیس، انجینر محمد ایوب سیف‌الجهاد، څرګنده کړه چې د ۱۴۰۵ مالي کال په پلان کې د څه باندې یو میلیارد افغانیو په ارزښت ۸۰ سترې انکشافي پروژې شاملې شوې دي.
نوموړي وویل چې د دغو پروژو له ډلې د ۲۷ سترو پروژو عملي چارې د مالي کال په لومړۍ ربعه کې پیل شوې، ۲۵ پروژې د تدارکاتي پړاوونو د بشپړېدو په حال کې دي، او ۱۸ نورې پروژې د سروې او د تخنیکي اسنادو د چمتو کولو په پړاو کې دي.

ورپسې، د هرات ښاروالۍ د عوایدو او محاسبې رئیس، قاري عطاالله احمدي، د ۱۴۰۵ مالي کال د لومړۍ ربعې د عوایدو او لګښتونو په اړه خبرې وکړې او څرګنده یې کړه چې په دې ربعه کې د راټولو شوو عوایدو ټولیزه اندازه ۳۹۸ میلیونه افغانیو ته رسېدلې ده.
نوموړي زیاته کړه چې دغه عواید د دولتي، استوګنیزو او سوداګریزو ملکیتونو د صفایۍ محصول، د پلاني نقشو د ویزې محصول، د لوایحو او اعلانونو مالیه، د صنفي جوازونو د ښاري خدمتونو محصول، له ګمرک څخه د واردېدونکو توکو د ښاري خدمتونو محصول، د ترافیکي عوارضو محصول، د هرات ښاروالۍ د ملکیتونو کرایه، او نورو عایداتي سرچینو څخه راټول شوي دي.
ښاغلي احمدي همدارنګه وویل چې د ۱۴۰۵ مالي کال د لومړۍ ربعې ټول عادي او انکشافي لګښتونه ۸۶ میلیونه افغانۍ دي.

په همدې حال کې، د ګذر یو شمېر وکیلانو او د ښاري ناحیو د انکشافي شوراګانو رئیسانو د هرات ښاروالۍ د حساب ورکونې د غونډې له جوړېدو څخه خوښي څرګنده کړه او د دې ادارې د فعالیتونو د لا ښه والي لپاره یې خپل نظرونه او وړاندیزونه له مسؤلینو سره شریک کړل.
هغوی یو ځل بیا د هرات ښاروالۍ له پروګرامونو څخه خپل هر اړخیز ملاتړ اعلان کړ.

په پای کې، غونډه د هرات ښاروالۍ د تفتیش آمر، محترم الحاج مولوي عبدالقدیر محمدي، له لنډې جمع‌بندۍ او دعا سره پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۴ - ۸:۴۹
Background image

د هرات ښاروالۍ د ۱۴۰۵ مالي کال د لومړۍ ربعې د حساب ورکونې غونډه ترسره شوه.

د هرات ښاروالۍ د ۱۴۰۵ لمریز مالي کال د لومړۍ ربعې د کړنو، فعالیتونو او لاسته راوړنو د حساب ورکونې غونډه، د شفافیت د تأمین او ښاریانو ته د ځواب ویلو په موخه، د هرات ښاروال محترم الحاج. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۸ - ۱۰:۸
Background image

د هرات ښاروال او مل پلاوي له خوا د ښار د دیارلسمې ناحیې اړوند د اسحاق سلیمان د ډبریز کانال د جوړولو پروژې پرانیسته او د عملي چارو پیل. دغه پروژه د هرات ښاروالۍ د انکشافي بودجې څخه د شاوخوا ۲.۵ میلیونه افغانیو په لګښت پلې کېږي.

د هرات ښار د دیارلسمې ناحیې اړوند د اسحاق سلیمان د ډبریز کانال د جوړولو پروژه، چې ۴۵۰ متره اوږدوالی لري او د هرات ښاروالۍ د انکشافي بودجې څخه د ۲ میلیونه او ۳۹۲ زره افغانیو په لګښت پلې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۷ - ۱۴:۲۴
Background image

د هرات ښاروال او ورسره مل پلاوي له خوا د ښار د شپږمې ناحیې اړوند د عرفان ښارګوټي د وروستي سړک د اسفالټ کولو پروژې پرانیسته او د عملي چارو پیل، چې د ۴ میلیونه افغانیو په لګښت پلې کېږي.

د هرات ښار د شپږمې ناحیې اړوند د عرفان ښارګوټي د وروستي سړک د اسفالټ کولو پروژه، چې ۲۹۰ متره اوږدوالی او ۸ متره پلنوالی لري، د هرات ښاروالۍ د پراختیایي بودجې څخه د ۴ میلیونه افغانیو په. . .

BACK TO NEWS