د هرات ښاروالۍ د لومړۍ ناحیې اړوند د خواجه مرادبخش شمال لوري کانال او د جي ۶ ګذر د معلم ۳ کانال جوړولو پروژه څه باندې ۴.۵ میلیونه افغانیو په لګښت د چارو پیل.

web_admin
Tue, Jul 21 2026 10:58 AM
د هرات ښاروالۍ د لومړۍ ناحیې اړوند د خواجه مرادبخش شمال لوري کانال او د جي ۶ ګذر د معلم ۳ کانال جوړولو پروژه څه باندې ۴.۵ میلیونه افغانیو په لګښت د چارو پیل.

د هرات ښار د لومړۍ ناحیې اړوند د خواجه مرادبخش شمال لوري (آخر جوی) کانال او د جي ۶ ګذر د معلم ۳ کانال جوړولو پروژې، چې ټولیز اوږدوالی یې ۵۲۵ متره دی، د هرات ښاروالۍ د پرمختیایي بودجې څخه د ۴ میلیونه او ۵۰۰ زره او ۲۲۰ افغانیو په لګښت، د ښاري او سکتوري خدمتونو آمریت وارسي کونکی انجنیر محمدیار شهاب، د ښاروالۍ د څارنې او ارزونې آمریت وارسی کونکی انجنیر سباوون کاکړ، د سیمې مشرانو، د ګذر وکیلانو، د پرمختیایي شوراګانو رئیسانو او یو شمېر سیمه‌ییزو اوسېدونکو په حضور کې، د «آسمان سا» ساختماني شرکت له لوري په رسمي توګه پرانیستل شوې او عملي کار یې پیل شو.

د پروژې د قراردادي شرکت مسئولینو ډاډ ورکړ چې دغه پروژه به د تخنیکي معیارونو سره سم، په غوره کیفیت او ټاکلي وخت کې بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

په همدې حال کې، د لومړۍ ناحیې د جي ۶ ګذر یو شمېر اوسېدونکو د دې پروژې له پیل څخه هرکلی وکړ او دا یې د شته ستونزو د حل، د ښاري چاپېریال د وضعیت د ښه والي او د ښاریانو د هوساینې د زیاتوالي لپاره یو اغېزناک ګام وباله.همدارنګه د ښار په بېلابېلو ناحیو کې د پرمختیایي پروژو د پلي کولو له امله د هرات ښاروالۍ له پاملرنې او هڅو څخه مننه وکړه.

د یادونې وړ ده چې ټاکل شوې دغه پروژه د شاوخوا څلورو تقویمي میاشتو په موده کې بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

Latest news

Mon, Jul 20 2026 9:42 AM
Background image

Establishment and Equipping of Municipal School Committees at Baba Zangi Ata and Abdul Ali Shah Tokhi High Schools.

Establishment and Equipping of Municipal School Committees at Baba Zangi Ata and Abdul Ali Shah Tokhi High Schools

Pursuant to Official Letter No. 336, dated 11/1/1448 AH, issued by. . .

BACK TO NEWS