د هرات ښاروالۍ د لومړۍ ناحیې اړوند د خواجه مرادبخش شمال لوري کانال او د جي ۶ ګذر د معلم ۳ کانال جوړولو پروژه څه باندې ۴.۵ میلیونه افغانیو په لګښت د چارو پیل.

web_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۱۰:۵۸
د هرات ښاروالۍ د لومړۍ ناحیې اړوند د خواجه مرادبخش شمال لوري کانال او د جي ۶ ګذر د معلم ۳ کانال جوړولو پروژه څه باندې ۴.۵ میلیونه افغانیو په لګښت د چارو پیل.

د هرات ښار د لومړۍ ناحیې اړوند د خواجه مرادبخش شمال لوري (آخر جوی) کانال او د جي ۶ ګذر د معلم ۳ کانال جوړولو پروژې، چې ټولیز اوږدوالی یې ۵۲۵ متره دی، د هرات ښاروالۍ د پرمختیایي بودجې څخه د ۴ میلیونه او ۵۰۰ زره او ۲۲۰ افغانیو په لګښت، د ښاري او سکتوري خدمتونو آمریت وارسي کونکی انجنیر محمدیار شهاب، د ښاروالۍ د څارنې او ارزونې آمریت وارسی کونکی انجنیر سباوون کاکړ، د سیمې مشرانو، د ګذر وکیلانو، د پرمختیایي شوراګانو رئیسانو او یو شمېر سیمه‌ییزو اوسېدونکو په حضور کې، د «آسمان سا» ساختماني شرکت له لوري په رسمي توګه پرانیستل شوې او عملي کار یې پیل شو.

د پروژې د قراردادي شرکت مسئولینو ډاډ ورکړ چې دغه پروژه به د تخنیکي معیارونو سره سم، په غوره کیفیت او ټاکلي وخت کې بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

په همدې حال کې، د لومړۍ ناحیې د جي ۶ ګذر یو شمېر اوسېدونکو د دې پروژې له پیل څخه هرکلی وکړ او دا یې د شته ستونزو د حل، د ښاري چاپېریال د وضعیت د ښه والي او د ښاریانو د هوساینې د زیاتوالي لپاره یو اغېزناک ګام وباله.همدارنګه د ښار په بېلابېلو ناحیو کې د پرمختیایي پروژو د پلي کولو له امله د هرات ښاروالۍ له پاملرنې او هڅو څخه مننه وکړه.

د یادونې وړ ده چې ټاکل شوې دغه پروژه د شاوخوا څلورو تقویمي میاشتو په موده کې بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۸:۵۳
Background image

د هرات ښاروالۍ د پنځمې ناحیې اړوند د شهید خلیل‌الله حسیني جاده د اسفالټ او کانال جوړولو پروژې د څه باندې ۶ میلیونه افغانیو په لګښت پرانیسته او د کار پیل.

د هرات ښاروالۍ د پنځمې ناحیې اړوند د شهید خلیل‌الله حسیني جادي د اسفالټ او ورسره د کانال جوړولو پروژې کار، چې اوږدوالی یې ۸۹۱ متره او پلنوالی یې ۱۲ متره دی، د ښاروالۍ د پراختیایي بودجې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۸:۴۱
Background image

د هرات ښاروالۍ د انکشافي بودجې څخه د شاوخوا ۳.۵ میلیونه افغانیو په لګښت د اتمې ناحیې د ۱۴م ګذر اړوند د انصاري ۲۰ سړک د اسفالټ پروژې پرانیسته او د دواړو غاړو د کانالونو د جوړولو چارې پیل شوې.

د هرات ښار د اتمې ناحیې د ۱۴م ګذر اړوند د انصاري ۲۰ اصلي سړک د اسفالټ پروژه، چې ۳۹۰ متره اوږدوالی لري او د سړک په دواړو غاړو کې د سرخلاص کانالونو جوړول هم پکښې شامل دي، د هرات ښاروالۍ د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۱۴:۲۹
Background image

د هرات ښاروالۍ د ریاستونو او د پنځلس‌ګونو ښاري ناحیو د آمریتونو ترمنځ د کورني فوټسال جام سیالۍ پیل شوې.

د ښاروالیو د چارو د انسجام لوی ریاست د لارښوونې پر بنسټ، چې موخه یې په ښاروالیو کې د ورزشي فعالیتونو پراختیا او د ورزشکارانو ملاتړ دی، د هرات ښاروالۍ د فرهنګي او ټولنیزو چارو آمریت د. . .

BACK TO NEWS