د باغ توحید سړک کانکریټ ریزۍ پروژه په اوږدوالی (1) کیلو مترپه لګښت د شاوخوا (6) میلیونه افغانې د هرات ښاروالۍ د پرمختیايي بودجي نه افتتاح او کار يي پیل شو.

web_admin
Wed, Sep 25 2024 2:59 PM
افتتاح

د هرات ښاروالۍ دولسمې ناحيي اړوند باغ توحيد سړک د کانګریټ ریزۍ پروژه په اوږدوالي 1000 متره په لګښت د شاوخوا 6 میلیونه افغانې د هرات ښاروالۍ د پرمختیايي بودجي نه، په شتون د هرات ښاروالۍ مرستیال الحاج مولوي جلال الدین حقدوست د یادي ادارې تخنیکي مسلکي رئِس انجینیر محمد ایوب سیف الجهاد، آمرین د څارني ارزوني او د دوالسمې ناحيي ، د سیمي د ګذرونو وکیلان، د پرمختیايي شوراګانو رئيسان یاده پروژه د خالد سیر سړک جوړوني شرکت له لوري افتتاح کار يي په رسمي توګه پیل شو.

 

د هرات ښاروالۍ محترم مرستیال الحاج مولوي جلال الدین حقدوست د یادي پروژې د کار پیلیدل په ستایلوسره د هرات محترمو ښاریانو نه غوښتنه وکړه د ښار د پرمختیا او آبادولو او د دغه شان پروژو د تطبیقولو او د ښي ساتني  په برخه کي د هرات ښاروالۍ سره پوره همکاري وکړي.

 

په همدي لړ کی د دولسمې ناحيي اړوند مرکزي توحید ګذر اوسیدنکو د یادي پروژي د کار پیلیدل وستایل، دوی زیاته کړل د دغه پروژي په تطبیقولو سره به د سیمي وخلګو ته ډيرئ آسانتیاوي رامنځته شي .

 

دوی د هرات ښاروالۍ د ټولو برنامو په برخه کې د خپل هر اړخیزه همایتونو ژمنه وکړل.

 

د ویلو ده یاده پروژه به شاوخوا په 4 میاشتو کي د قراردادی شرکت له لوری تکمیل او ګټي اخستني ته وسپارل شی.

Latest news

Wed, Jul 15 2026 8:57 AM
Background image

Herat Municipality Holds First-Quarter Accountability Meeting for Fiscal Year 1405.

Herat Municipality held its accountability meeting to present the activities, performance, and achievements of the first quarter of Fiscal Year 1405 (Solar Hijri), with the aim of. . .

BACK TO NEWS