د هرات ښاروال او ورسره مل پلاوي یې په بېلابېلو ناحیو کې د پرمختیایي پروژو د تطبیق له بهیر څخه لیدنه او څارنه وکړه.

web_admin
Sun, Jul 05 2026 9:54 AM
د هرات ښاروال او ورسره مل پلاوي یې په بېلابېلو ناحیو کې د پرمختیایي پروژو د تطبیق له بهیر څخه لیدنه او څارنه وکړه.

د هرات ښاروالۍ د رهبرۍ له لوري د ښار په پنځلس‌ګونو ناحیو کې د پرمختیایي پروژو د تطبیق د څارنې د لړۍ په دوام، دا ځل د هرات ښاروال، محترم الحاج مولوي حمدالله نعماني، د ښاري او سکتوري خدمتونو د آمریت د پلټنې وارسي کونکی انجنیر محمدیار شهاب، د څارنې او ارزونې د آمریت د وارسي کونکی انجنیر سباوون کاکړ، او د ښاروالۍ د اړوندو برخو له یو شمېر انجنیرانو او مسؤلینو سره یوځای، د حلقوي پراختیایي سړک، د قارون سیند پر سر د پل د جوړولو، د دارالایتام سړک د بنسټیزې جوړونې او د منارو له سړک څخه د مولوي ټانک تر سیمې پورې د مهمو پرمختیایي پروژو د کار له بهیر څخه لیدنه او څارنه وکړه.

د هرات ښاروال د دغې لیدنې پر مهال د پروژو د چارو پر چټکتیا، د کیفیت له ساتنې سره یوځای، ټینګار وکړ او له قراردادي شرکتونو یې وغوښتل چې پروژې د ټاکل شویو تخنیکي معیارونو او سټنډرډونو سره سم، په ټاکلي وخت او مطلوب کیفیت بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپاري.

د یادونې وړ ده چې د هرات ښاروالۍ د اړوندو برخو مسؤلین او انجنیران په منظم او دوامدار ډول د ښار په پنځلس‌ګونو ناحیو کې د پرمختیایي پروژو د تطبیق بهیر څاري، ترڅو د پروژو ټول اجرایي پړاوونه د قرارداد د شرایطو، تخنیکي معیارونو او ټاکلي سوي مهالویش سره سم بشپړ شي.

Latest news

Wed, Jul 15 2026 8:57 AM
Background image

Herat Municipality Holds First-Quarter Accountability Meeting for Fiscal Year 1405.

Herat Municipality held its accountability meeting to present the activities, performance, and achievements of the first quarter of Fiscal Year 1405 (Solar Hijri), with the aim of. . .

BACK TO NEWS