د هرات ښار په مرکز کې د سترې لاندې لارې یا زیر ګذر د هوا تهویې او اطفائیې سیسټم فعالېزې.

web_admin
Sun, Jul 05 2026 10:02 AM
د هرات ښار په مرکز کې د سترې لاندې لارې یا زیر ګذر د هوا تهویې او اطفائیې سیسټم فعالېزې.

د مناسبې هوا تهویې د برابرولو، د خوندیتوب د کچې د لوړولو او د احتمالي پېښو د اغېزمن مدیریت په موخه، د هرات ښاروالۍ له لوري د فهیم مارکېټ څخه تر مخابراتو سړک پورې د سترې لاندې لارې یا زیر ګذرد هوا تهویې (جټ‌فنونو) او اطفائیې سیسټم چمتو شوی، او ډېر ژر به یې د نصب، ازمایښت، فعالولو او ګټې اخیستنې چارې بشپړې شي. د یادونې وړ ده چې د دغې لاندې لارې سمبالول د هوا تهویې او اطفائیې په سیسټمونو، د معیاري ښاري پروژو له اساسي اړتیاوو څخه شمېرل کېږي او د ښاریانو د خوندیتوب، د لوګي او هوا ککړتیا د کمولو او د بېړنیو حالاتو د اغېزمن مدیریت په برخه کې به مهم رول ولوبوي.

Latest news

Wed, Jul 15 2026 8:57 AM
Background image

Herat Municipality Holds First-Quarter Accountability Meeting for Fiscal Year 1405.

Herat Municipality held its accountability meeting to present the activities, performance, and achievements of the first quarter of Fiscal Year 1405 (Solar Hijri), with the aim of. . .

BACK TO NEWS