د هرات ښار په مرکز کې د سترې لاندې لارې یا زیر ګذر د هوا تهویې او اطفائیې سیسټم فعالېزې.
د مناسبې هوا تهویې د برابرولو، د خوندیتوب د کچې د لوړولو او د احتمالي پېښو د اغېزمن مدیریت په موخه، د هرات ښاروالۍ له لوري د فهیم مارکېټ څخه تر مخابراتو سړک پورې د سترې لاندې لارې یا زیر ګذرد هوا تهویې (جټفنونو) او اطفائیې سیسټم چمتو شوی، او ډېر ژر به یې د نصب، ازمایښت، فعالولو او ګټې اخیستنې چارې بشپړې شي. د یادونې وړ ده چې د دغې لاندې لارې سمبالول د هوا تهویې او اطفائیې په سیسټمونو، د معیاري ښاري پروژو له اساسي اړتیاوو څخه شمېرل کېږي او د ښاریانو د خوندیتوب، د لوګي او هوا ککړتیا د کمولو او د بېړنیو حالاتو د اغېزمن مدیریت په برخه کې به مهم رول ولوبوي.
