د هرات ښاروالۍ د پراختیايي بودجې څخه د څه باندې ۴ میلیونه افغانیو په لګښت د هرات ښار د څلورمې ناحیې د ګواليانو سوېلي کانال د چت د سیخلرونکي کانکریټي پوښ د جوړولو او پرانیستې چارې پیل شوې.
د هرات ښار د څلورمې ناحیې اړوند د ګواليانو سوېلي کانال د چت یا سقف د سیخلرونکي کانکریټي پوښ د جوړولو پروژه، چې د هرات ښاروالۍ د پراختیايي بودجې څخه د ۴ میلیونه، ۹۹ زره او ۹۹۹ افغانیو په لګښت پلې کېږي، د هرات ښاروالۍ د فني او مسلکي رئیس، انجنیر محمد ایوب سیفالجهاد، له لوري د څلورمې ناحیې د آمر مولوي محمد اسماعیل مدثر، د څارنې او ارزونې آمریت وارسي کونکی، د سیمې د مشرانو، د ګذر وکیلانو، د پراختیايي شوراګانو د رئیسانو او یو شمېر اوسېدونکو په حضور کې په رسمي ډول پرانیستل او عملي چارې یې پیل شوې.
په همدې حال کې د څلورمې ناحیې یو شمېر اوسېدونکو د دې پروژې د پیل هرکلی وکړ او دا یې د سیمې د وضعیت د ښه والي او د ښاري خدمتونو د پراختیا په برخه کې یو اغېزناک ګام وباله. هغوی همدارنګه د ښار په بېلابېلو سیمو کې د پراختیايي پروژو د دوام هرکلی هم وکړ.
بل لور ته، د پروژې قراردادي شرکت مسؤلینو ډاډ ورکړ چې یاده پروژه به د تخنیکي معیارونو سره سم، په لوړ کیفیت او ټاکل شوې مودې کې بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
د یادونې وړ ده چې ټاکل شوې دغه پروژه د «هري دلتا» ساختماني او سړک جوړونې شرکت له لوري د شاوخوا دریو تقویمي میاشتو په موده کې بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
