د هرات ښاروالۍ د پنځمې ناحیې اړوند، د منارو د بدیل سړک پر غاړه د یوې قطعې ځمکې د داوطلبۍ اعلان.
Publish Date
Closing Date
په دې وسیله خبر ورکول کېږي چې د هرات ښاروالۍ ریاست د هرات ښاروالۍ د پنځمې ناحیې اړوند، د منارونو په بدیل سړک کې موقعیت لرونکې یوه ټوټه ځمکه د داوطلبۍ له لارې په اجاره ورکوي.
له همدې امله، هغه محترم اشخاص چې غواړي په یاده داوطلبۍ کې ګډون وکړي، کولای شي د دې اعلان د خپرېدو له نېټې څخه تر (۱۰) تقویمي ورځو پورې خپل غوښتنلیکونه د تذکرې له کاپي سره یوځای د هرات ښاروالۍ ادارې ته وسپاري او همدارنګه د شرطنامې د ترلاسه کولو لپاره د هرات ښاروالۍ د قراردادونو د اسانتیاوو او پلان جوړونې عمومي مدیریت ته مراجعه وکړي.
