د هرات ښاروالۍ د پنځمې ناحیې اړوند د فردوسي ۳ مخابراتو سړک د پارکینګ د داوطلبۍ اعلان.
Publish Date
Closing Date
په دې توګه د عامه پوهاوي لپاره خبر ورکول کېږي چې د هرات ښاروالۍ ریاست د هرات ښاروالۍ د پنځمې ناحیې اړوند د مخابراتو سړک ـ فردوسي ۳ پارکینګ د داوطلبۍ له لارې په کرایه ورکوي.
بناً، هغه محترم اشخاص چې په یاده داوطلبۍ کې د ګډون غوښتونکي وي، کولای شي د دې اعلان د خپرېدو له نېټې څخه د (۱۰) تقویمي ورځو په موده کې خپلې غوښتنلیکونه، د تذکرې له کاپي سره یو ځای، د هرات ښاروالۍ ادارې ته وسپاري او په همدې وخت کې د شرطنامې د ترلاسه کولو لپاره د هرات ښاروالۍ د قراردادونو د اسانتیا او پلان جوړونې عمومي مدیریت ته مراجعه وکړي.
