د هرات ښاروالۍ د دولسمې ناحیې اړوند په قلعه ریګ سیمه کې د شاوخوا ۱.۳ میلیونه افغانیو په لګښت د کانال جوړولو پروژې پرانیسته او د کار پیل.

web_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۹ - ۱۱:۰
د هرات ښاروالۍ د دولسمې ناحیې اړوند په قلعه ریګ سیمه کې د شاوخوا ۱.۳ میلیونه افغانیو په لګښت د کانال جوړولو پروژې پرانیسته او د کار پیل.

د هرات ښار د دولسمې ناحیې اړوند د قلعه ریګ کانال جوړولو پروژه، چې ۲۲۵ متره اوږدوالی او ۱.۱ متره پلنوالی لري، د هرات ښاروالۍ د پرمختیایي بودجې څخه د ۱ میلیون او ۲۷۶ زره او ۹۶۵ افغانیو په لګښت، د دولسمې ناحیې آمر الحاج ملا جمعه خان نقیب، د ښاري او سکتوري خدمتونو آمریت وارسي کونکی انجنیر محمدیار شهاب، د څارنې او ارزونې آمریت وارسي کونکی انجنیر سباوون کاکړ، د سیمې مشرانو، د ګذر وکیلانو، د پرمختیایي شوراګانو رئیسانو او یو شمېر سیمه‌ییزو اوسېدونکو په حضور کې په رسمي توګه پرانیستل شوه او عملي کار یې پیل شو.

د یادونې وړ ده چې ټاکل شوې دغه پروژه د «عمران بختیار» ساختماني او سړک جوړونې شرکت له لوري د ۴۵ تقویمي ورځو په موده کې بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

یو شمېر د سیمې اوسېدونکو د دې پروژې له پیل څخه هرکلی وکړ او دا یې د سطحي اوبو د ستونزو د حل او په دې سیمه کې د ښاري خدمتونو د وضعیت د ښه والي لپاره یو اغېزناک ګام وباله.

له بلې خوا، د قراردادي شرکت مسئولینو هم ډاډ ورکړ چې پروژه به د تخنیکي معیارونو سره سم او په ټاکلي وخت کې بشپړه او د ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۲ - ۱۱:۱
Background image

د هرات ښار د ماسټر پلان د معرفي کولو غونډه د سیمه‌ییزو مسئولینو، ښاروالۍ او د ښار د پنځلسو ناحیو د ګذر وکیلانو په حضور کې ترسره شوه.

د هرات ښار ماسټر پلان په یوه غونډه کې، چې د سیمه‌ییزو مسئولینو، ښاروالۍ، د ښاري پراختیا مسئولینو، علماوو، د پوهنتون استادانو، د پنځلسو ناحیو د ګذر وکیلانو او د انکشافي شوراګانو د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۶/۷ - ۱۱:۱۶
Background image

د هرات ښار د څلورمې ناحیې اړوند د امام بخاري ۱۹۶ او ۱۹۸ کوڅو د اسفالټ او کانکریټي کانال جوړولو پروژه د شاوخوا ۵.۵ میلیونه افغانیو په لګښت پیل شوه.

د سړکونو د وضعیت د ښه والي، د سطحي اوبو د غوره مدیریت، د ښاریانو د تګ راتګ د اسانتیا او د ښاري زیربناوو د پراختیا په موخه، د هرات ښار د څلورمې ناحیې اړوند د امام بخاري ۱۹۶ او ۱۹۸ کوڅو د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۶/۷ - ۱۱:۱
Background image

د هرات ښاروالۍ د پراختیايي بودجې څخه د څه باندې ۳ میلیونه افغانیو په لګښت د فاروقیه ګذر اړوند د ترانس کوڅې د اسفالټ او کانال جوړولو پروژه پرانیستل شوه.

د هرات ښار د دولسمې ناحیې اړوند د فاروقیه ګذر د ترانس کوڅې د اسفالټ او د دواړو غاړو د کانال جوړولو پروژې چارې، چې ۴۴۰ متره اوږدوالی او ۷ متره پلنوالی لري او ورسره ۳۶۰ متره کانال هم. . .

BACK TO NEWS