د هرات ښاروال او ورسره مل پلاوي له لوري د هرات ښار د لومړۍ ناحیې اړوند په رباط ګذر کې د کوڅو د کانکریټ اچونې او کانال جوړونې پروژه، چې څه باندې ۱.۶ میلیونه افغانیو په لګښت پرانیستل شوه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

web_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۷ - ۱۱:۵۹
د هرات ښاروال او ورسره مل پلاوي له لوري د هرات ښار د لومړۍ ناحیې اړوند په رباط ګذر کې د کوڅو د کانکریټ اچونې او کانال جوړونې پروژه، چې څه باندې ۱.۶ میلیونه افغانیو په لګښت پرانیستل شوه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

د هرات ښار د لومړۍ ناحیې اړوند د رباط ۴، رباط ۵ او د رباط ۹ لوېدیځو او شمالي برخو د کوڅو د کانکریټ اچونې او کانال جوړونې پروژه، چې ټولیز لګښت یې یو میلیون، ۶۰۲ زره او ۵۵۳ افغانۍ دی او د هرات ښاروالۍ د انکشافي بودجې له لارې تمویل شوې، بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

یاده پروژه، چې ټولیز اوږدوالی یې ۳۱۳ متره دی، د هرات ښاروال محترم الحاج مولوي حمدالله نعماني له لوري، د ښاروالۍ د فني او مسلکي رئیس انجنیر محمد ایوب سیف‌الجهاد، د دفتر آمر، د نظارت او ارزونې آمریت وارثي کونکي، د لومړۍ ناحیې اړوندو مسؤلینو، د سیمې د مشرانو، د ګذر وکیلانو او د اړوندې ناحیې د انکشافي شوراګانو د رئیسانو په حضور کې پرانیستل شوه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

د قراردادي شرکت مسؤلینو د کار د کیفیت په اړه ډاډ څرګند کړ او ټینګار یې وکړ چې د دې پروژې د پلي کېدو ټول پړاوونه د ټاکل شویو تخنیکي مشخصاتو او معیارونو سره سم ترسره شوي دي.

په همدې حال کې، د هرات ښار د لومړۍ ناحیې د رباط ګذر یو شمېر اوسېدونکو د دې پروژې له بشپړېدو او ګټې اخیستنې څخه خپله خوښي څرګنده کړه او ویې ویل چې د دې پروژې په عملي کېدو سره د تګ راتګ ستونزې، د سطحي اوبو راټولېدل او د کوڅو د پخواني وضعیت له امله رامنځته شوې ستونزې هوارې شوې او د سیمې اوسېدونکو ته لا زیاتې اسانتیاوې برابرې شوې دي.

د یادونې وړ ده چې د دې پروژې چارې د «بنیاد برتر» ساختماني او سړک جوړونې شرکت له لوري د یوې میاشتې په موده کې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۲ - ۱۱:۱
Background image

د هرات ښار د ماسټر پلان د معرفي کولو غونډه د سیمه‌ییزو مسئولینو، ښاروالۍ او د ښار د پنځلسو ناحیو د ګذر وکیلانو په حضور کې ترسره شوه.

د هرات ښار ماسټر پلان په یوه غونډه کې، چې د سیمه‌ییزو مسئولینو، ښاروالۍ، د ښاري پراختیا مسئولینو، علماوو، د پوهنتون استادانو، د پنځلسو ناحیو د ګذر وکیلانو او د انکشافي شوراګانو د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۶/۷ - ۱۱:۱۶
Background image

د هرات ښار د څلورمې ناحیې اړوند د امام بخاري ۱۹۶ او ۱۹۸ کوڅو د اسفالټ او کانکریټي کانال جوړولو پروژه د شاوخوا ۵.۵ میلیونه افغانیو په لګښت پیل شوه.

د سړکونو د وضعیت د ښه والي، د سطحي اوبو د غوره مدیریت، د ښاریانو د تګ راتګ د اسانتیا او د ښاري زیربناوو د پراختیا په موخه، د هرات ښار د څلورمې ناحیې اړوند د امام بخاري ۱۹۶ او ۱۹۸ کوڅو د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۶/۷ - ۱۱:۱
Background image

د هرات ښاروالۍ د پراختیايي بودجې څخه د څه باندې ۳ میلیونه افغانیو په لګښت د فاروقیه ګذر اړوند د ترانس کوڅې د اسفالټ او کانال جوړولو پروژه پرانیستل شوه.

د هرات ښار د دولسمې ناحیې اړوند د فاروقیه ګذر د ترانس کوڅې د اسفالټ او د دواړو غاړو د کانال جوړولو پروژې چارې، چې ۴۴۰ متره اوږدوالی او ۷ متره پلنوالی لري او ورسره ۳۶۰ متره کانال هم. . .

BACK TO NEWS