د هرات ښار د جامع ستر جومات د جنوبي سړک د اسفالټ پروژه د شاوخوا ۴.۵ میلیونه افغانیو په لګښت پرانیستل شوه.

web_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۵:۱۹
د هرات ښار د جامع ستر جومات د جنوبي سړک د اسفالټ پروژه د شاوخوا ۴.۵ میلیونه افغانیو په لګښت پرانیستل شوه.

د هرات ښار د جامع ستر جومات د جنوبي سړک د اسفالټ پروژې چارې، چې ۲۲۰ متره اوږدوالی او په منځني ډول ۲۰ متره پلنوالی لري، د هرات ښاروالۍ له پراختیايي بودجې څخه د ۴ میلیونه، ۴۱۱ زره او ۸۹۶ افغانیو په لګښت په رسمي ډول پرانیستل شوې او چارې یې پیل شوې.

د دې پروژې د چارو د پیل په مراسمو کې د هرات ښاروالۍ د فني او مسلکي رئیس انجینر محمد ایوب سیف‌الجهاد، د نظارت او ارزونې آمر انجینر محمدیار شهاب، د دوهمې ناحیې آمر ملا اسدالله عمر ، د سیمې مشرانو، د ګذر وکیلانو، د انکشافي شوراګانو رئیسانو او د اړوندو برخو یو شمېر مسئولینو ګډون کړی و.

د هرات ښاروالۍ مسئولین د دې پروژې پلي کول د سړکونو د وضعیت د ښه والي، د ښاریانو د تګ‌راتګ د اسانتیا او د ښاري سیمې د ښکلا د ښه والي په برخه کې مهم بولي او ټینګار کوي، چې پروژه به د فني معیارونو له مخې په ښه کیفیت بشپړه شي.

له بلې خوا، د «خالد سیر» ساختماني او سړک جوړونې شرکت مسئولین هم ډاډ ورکوي، چې د پروژې چارې به د ټاکل شوي کاري پلان او مودې له مخې، د فني معیارونو او اړین کیفیت په رعایت سره ترسره او بشپړې شي.

په همدې حال کې، د ښار د دویمې ناحیې اوسېدونکو د دې پروژې د چارو د پیل هرکلی کړی او دا یې د تګ‌راتګ د وضعیت د ښه والي او جامع ستر جومات او شاوخوا سیمو ته د ښاریانو د لا ښه لاسرسي په برخه کې اغېزمن ګام بللی دی.

د یادونې وړ ده، چې ټاکل شوې دغه پروژه د دوو تقویمي میاشتو په موده کې بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۵:۳۸
Background image

د هرات ښاروالۍ د ریاستونو او د پنځلس‌ګونو ښاري ناحیو د آمریتونو ترمنځ د داخلي فوټسال سیالیو د پایلوبه ترسره شول.

د ښاروالیو چارو د عمومي انسجام ریاست د لارښوونې له مخې،چې په ښاروالیو کې د ورزشي فعالیتونو د ترسره کولو او د ورزشکارانو د ملاتړ په اړه شوې وه، د هرات ښاروالۍ د فرهنګي او ټولنیزو چارو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۵:۲۹
Background image

د هرات ښاروالۍ د پراختیايي بودجې څخه د ۴.۵ میلیونه افغانیو په لګښت د فرهنګ پارک شمالي لوري د سرپوښلي کانال د جوړولو پروژه پرانیستل شوه.

د هرات ښار د پنځمې ناحیې اړوند، د فرهنګ پارک شمالي لوري ته د سړک له پلي‌لارې سره نښتی د سرپوښلي کانال د جوړولو پروژې چارې، چې ۳۵۰ متره اوږدوالی او ۱.۲ متره پلنوالی لري، د هرات ښاروالۍ. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۵:۱۹
Background image

د هرات ښار د جامع ستر جومات د جنوبي سړک د اسفالټ پروژه د شاوخوا ۴.۵ میلیونه افغانیو په لګښت پرانیستل شوه.

د هرات ښار د جامع ستر جومات د جنوبي سړک د اسفالټ پروژې چارې، چې ۲۲۰ متره اوږدوالی او په منځني ډول ۲۰ متره پلنوالی لري، د هرات ښاروالۍ له پراختیايي بودجې څخه د ۴ میلیونه، ۴۱۱ زره او ۸۹۶. . .

BACK TO NEWS