د هرات ښاروال او ورسره مل پلاوي لخوا د شاوخوا ۳.۶ میلیونه افغانیو په لګښت د یوولسمې ناحیې اړوند د جوي انجیل استنادي دیوال پروژې دچارو پیل.

web_admin
پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۱ - ۷:۳۷
افتتاح

د انجیل ویالي د ستنادی دیوال پروژه، چې د هرات ښار د یوولسمې ناحیې د لومړۍ او دوهم ګذر اړوند چې ۶۵۰ متره اوږدوالی لري او د ښاروالۍ د پراختیایي بودیجې څخه ۳ میلیونه ۵۵۴ زره ۱۴۵ افغانۍ لګښت لري، د هرات ښاروال محترم الحاج مولوي حمدالله نعماني، انجنیر محمد ایوب سیف الجهاد، تخنیکي او مسلکي رئیس، د یوولسمې ناحیې آمر، مشرانو، د ګذر وکیلانو، د پراختیایي شوراګانو د رئيسانو او یو شمیر سیمه ایزو اوسیدونکو په شتون کې د "استوار سازان" ساختماني شرکت لخوا په رسمي ډول پرانیستل شوه او چاري یې پیل سوي.

د دې پروژې موخه د سیندونو د غاړو د ویجاړیدو مخنیوی، د سطحې اوبو کنټرول، د موسمي سیلابونو خطر کمول، او د ښاري تاسیساتو ساتنه ده.

په ورته وخت کې، د ښاروالۍ د یوولسمې ناحیې یو شمېر اوسیدونکو د دې پروژې د پیل هرکلی وکړ، دا یې د سیمې د خوندیتوب د زیاتوالي، د سیلابونو د زیانونو د مخنیوي او د ښاري زیربناوو د وضعیت د ښه کولو لپاره یو اغیزمن اقدام وباله او د ښاروالۍ په ټولو پروګرامونو کې یې خپله بشپړه همکاري اعلان کړه.

له بلې خوا، د پروژې پلي کونکي شرکت مسوولینو هم ډاډ ورکړ چې دا پروژه به د تخنیکي معیارونو سره سم، د مطلوب کیفیت سره، او په ټاکل شوي وخت کې بشپړه او په کار واچول شي.

د یادونې وړ ده چې دا پروژه به د دریو میاشتو په اوږدو کې بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل .

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۱ - ۷:۴۶
Background image

د هرات ښاروالۍ د زرغونتیا لوی مدیریت د ښاري د زرغونتیا او ښکلا لپاره هره ورځ فعالیتونه ترسره کوي.

د هرات ښاروالۍ د زرغونتیا لوی مدیریت مسؤلان وايي، چې ښاري زرغونتیا ته د لاښه رسیدنې او چاپېریالي ښکلاوو د ساتنې په موخه د یاد مدیریت کاري ډلې هره ورځ د ښار بلوارونو او پارکونو په کچه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۱ - ۷:۴۴
Background image

د هرات ښاروالۍ د پراختیایي بودیجې څخه د شاوخوا ۸.۷ میلیونه افغانیو په لګښت د شیدایي ۲۰ متره سړک د اسفالټ پروژې،د امیر کرور ګذر اړوند، د پاتې برخې د چارو پیل.

د هرات ښار د ۱۵مې ناحیې اړوند د امیر کرور ګذر شیدایي ۲۰ متره سړک د پاتې برخې د اسفالټ اکولو پروژه، چې ۵۰۰ متره اوږدوالی او ۱۲ متره سور لري د هرات ښاروالۍ له پراختیايي بودیجې څخه د ۸. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۱ - ۷:۳۷
Background image

د هرات ښاروال او ورسره مل پلاوي لخوا د شاوخوا ۳.۶ میلیونه افغانیو په لګښت د یوولسمې ناحیې اړوند د جوي انجیل استنادي دیوال پروژې دچارو پیل.

د انجیل ویالي د ستنادی دیوال پروژه، چې د هرات ښار د یوولسمې ناحیې د لومړۍ او دوهم ګذر اړوند چې ۶۵۰ متره اوږدوالی لري او د ښاروالۍ د پراختیایي بودیجې څخه ۳ میلیونه ۵۵۴ زره ۱۴۵ افغانۍ. . .

BACK TO NEWS