د هرات ښاروالۍ د انکشافي بودیجې څخه د شاوخوا ۳ میلیونه افغانیو په لګښت د بادمرغان سړک څخه تر بکرآباد څلورلارې پورې د کانال د جوړولو پروژې پرانیسته او ګټې اخیستنې ته سپارل

web_admin
Wed, Sep 30 2026 10:43 AM
د هرات ښاروالۍ د انکشافي بودیجې څخه د شاوخوا ۳ میلیونه افغانیو په لګښت د بادمرغان سړک څخه تر بکرآباد څلورلارې پورې د کانال د جوړولو پروژې پرانیسته او ګټې اخیستنې ته سپارل

د هرات ښار د درېیمې ناحیې د پنځم، شپږم او اووم ګذرونو اړوند، د بادمرغان سړک څخه تر بکرآباد څلورلارې پورې د کانال د جوړولو پروژه، د هرات ښاروالۍ له انکشافي بودیجې څخه د شاوخوا ۳ میلیونه افغانیو په لګښت بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

دغه پروژه چې ټولټال ۷۰۰ متره اوږدوالی او ۰.۶ متره سور لري، د هرات ښاروال الحاج مولوي حمدالله نعماني له لوري، د هرات ښاروالۍ د تخنیکي او مسلکي چارو رئیس انجینیر محمد ایوب سیف‌الجهاد، د دفتر او درېیمې ناحیې آمرینو، سیمه‌ییزو مخورو، د ګذر وکیلانو، د انکشافي شوراګانو رئیسانو او یو شمېر سیمه‌ییزو اوسېدونکو په حضور کې په رسمي ډول پرانیستل شوه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

د ښاروالۍ مسؤولین وایي، چې دغه پروژه د سطحي اوبو د مدیریت، د اوبو د درېدو او ډنډېدو د مخنیوي او په سیمه کې د سړکونو د وضعیت د ښه والي په موخه پلې شوې ده.

په همدې حال کې، د سیمې یو شمېر اوسېدونکو د دې پروژې د بشپړېدو هرکلی کړی او ویلي یې دي، چې دغه پروژه به د سطحي اوبو له امله د رامنځته کېدونکو ستونزو په کمولو او د تګ راتګ په اسانتیا کې اغېزمنه تمامه شي.

له بلې خوا، د «نعمان فاطمي» ساختماني شرکت مسؤولین هم وایي، چې د پروژې چارې د تخنیکي معیارونو سره سمې بشپړې شوې دي.

د یادونې وړ ده، چې د دې پروژې چارې د دوو میاشتو په موده کې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.

 

Latest news

Wed, Sep 30 2026 10:47 AM
Background image

Opening and Inauguration of the Bademorghan Road to Bakrabad Square Drainage Channel Project at a Cost of Approximately AFN 3 Million

The drainage channel construction project along Bademorghan Road to Bakrabad Square, covering the fifth, sixth, and seventh neighborhood blocks of District 3 of Herat City, has been. . .

Wed, Sep 30 2026 10:45 AM
Background image

Herat Mayor Inaugurates and Opens the Asphalt Road Project at the End of Erfan Township with a Cost of AFN 4 Million

The asphalt road project at the end of Erfan Township, including the construction of drainage channels on both sides of the road, located in District 6 of Herat City, has been completed. . .

BACK TO NEWS