د هرات ښاروالۍ د انکشافي بودیجې څخه د شاوخوا ۳ میلیونه افغانیو په لګښت د بادمرغان سړک څخه تر بکرآباد څلورلارې پورې د کانال د جوړولو پروژې پرانیسته او ګټې اخیستنې ته سپارل

web_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۰:۴۳
د هرات ښاروالۍ د انکشافي بودیجې څخه د شاوخوا ۳ میلیونه افغانیو په لګښت د بادمرغان سړک څخه تر بکرآباد څلورلارې پورې د کانال د جوړولو پروژې پرانیسته او ګټې اخیستنې ته سپارل

د هرات ښار د درېیمې ناحیې د پنځم، شپږم او اووم ګذرونو اړوند، د بادمرغان سړک څخه تر بکرآباد څلورلارې پورې د کانال د جوړولو پروژه، د هرات ښاروالۍ له انکشافي بودیجې څخه د شاوخوا ۳ میلیونه افغانیو په لګښت بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

دغه پروژه چې ټولټال ۷۰۰ متره اوږدوالی او ۰.۶ متره سور لري، د هرات ښاروال الحاج مولوي حمدالله نعماني له لوري، د هرات ښاروالۍ د تخنیکي او مسلکي چارو رئیس انجینیر محمد ایوب سیف‌الجهاد، د دفتر او درېیمې ناحیې آمرینو، سیمه‌ییزو مخورو، د ګذر وکیلانو، د انکشافي شوراګانو رئیسانو او یو شمېر سیمه‌ییزو اوسېدونکو په حضور کې په رسمي ډول پرانیستل شوه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

د ښاروالۍ مسؤولین وایي، چې دغه پروژه د سطحي اوبو د مدیریت، د اوبو د درېدو او ډنډېدو د مخنیوي او په سیمه کې د سړکونو د وضعیت د ښه والي په موخه پلې شوې ده.

په همدې حال کې، د سیمې یو شمېر اوسېدونکو د دې پروژې د بشپړېدو هرکلی کړی او ویلي یې دي، چې دغه پروژه به د سطحي اوبو له امله د رامنځته کېدونکو ستونزو په کمولو او د تګ راتګ په اسانتیا کې اغېزمنه تمامه شي.

له بلې خوا، د «نعمان فاطمي» ساختماني شرکت مسؤولین هم وایي، چې د پروژې چارې د تخنیکي معیارونو سره سمې بشپړې شوې دي.

د یادونې وړ ده، چې د دې پروژې چارې د دوو میاشتو په موده کې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.

 

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۰:۴۳
Background image

د هرات ښاروالۍ د انکشافي بودیجې څخه د شاوخوا ۳ میلیونه افغانیو په لګښت د بادمرغان سړک څخه تر بکرآباد څلورلارې پورې د کانال د جوړولو پروژې پرانیسته او ګټې اخیستنې ته سپارل

د هرات ښار د درېیمې ناحیې د پنځم، شپږم او اووم ګذرونو اړوند، د بادمرغان سړک څخه تر بکرآباد څلورلارې پورې د کانال د جوړولو پروژه، د هرات ښاروالۍ له انکشافي بودیجې څخه د شاوخوا ۳ میلیونه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۰:۴۰
Background image

د هرات ښاروال له لوري د ۴ میلیونه افغانیو په لګښت د عرفان ښارګوټي د وروستي سړک د اسفالت پروژې پرانیسته او ګټې اخیستنې ته سپارل.

د عرفان ښارګوټي د وروستي سړک د اسفالت پروژه، چې ورسره د سړک دواړو غاړو ته د کانالونو جوړول هم شامل دي، د هرات ښار د شپږمې ناحیې په مربوطاتو کې د ۲۹۰ مترو په اوږدوالي او ۷ مترو مؤثره سور. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۴:۵۵
Background image

د هرات ښاروال او مل پلاوي د ښار په بېلابېلو ناحیو کې د پراختیايي پروژو د چارو له بهیر څخه لیدنه او څارنه وکړه.

 

د هرات ښاروال الحاج مولوي حمدالله نعماني، د ښاروالۍ له یو شمېر مسئولینو او انجنیرانو سره یوځای، د هرات ښار په بېلابېلو ناحیو کې د پراختیايي پروژو د چارو له بهیر څخه لیدنه او څارنه. . .

BACK TO NEWS