PastShow all
د هرات قدرمنو ښاریانو! د هرات ښاروالۍ د تنظیف زیارکښه او هڅانده کارکوونکي په واورین موسم کې شپه او ورځ د ښار د پاکوالي او صفایي لپاره زیار کوي.
له دې کبله د هرات ټولو پتمنو ښاریانو څخه غوښتنه کوو؛ ترڅو د ښار په پاکوالي او صفایي کې د دغې ادارې اړوند څانګې پرسونل سره لازمه او پروخت همکاري وکړی.
د ښار د ویالو، لښتیو، واټونو او. . .
د ملکیار پارک شنه، سمسوره او زړهراښکونکې فضا! د ښار په پارکونو او بلوارونو کې د ونو او بوټو قیچيکاري او تزئین، ادویه شیندنه، د چمنونو رېبل او د شنو ساحو خړوبول، د هرات ښاروالۍ د سرسبزۍ عمومي مدیریت له مهمو او ورځنیو فعالیتونو څخه دي، چې د ښار په پنځلس
ګونو ناحیو کې ترسره کېږي.
د هرات ښاروالۍ د سرسبزۍ عمومي مدیریت مسئولین وایي، چې دغه فعالیتونه د شنو ساحو د ساتنې او پراختیا، د ښاري چاپېریال د ښکلا او سمسورتیا د تأمین او د ښاریرانو. . .
د هرات ښاروالۍ د ریاستونو او د پنځلسګونو ښاري ناحیو د آمریتونو ترمنځ د داخلي فوټسال سیالیو د پایلوبه ترسره شول.
د ښاروالیو چارو د عمومي انسجام ریاست د لارښوونې له مخې،چې په ښاروالیو کې د ورزشي فعالیتونو د ترسره کولو او د ورزشکارانو د ملاتړ په اړه شوې وه، د هرات ښاروالۍ د فرهنګي او ټولنیزو چارو. . .
د هرات ښار په مرکز کې د ځمکلاندې لارې د پاتې برخو د قیر اچونې د چارو بشپړېدل!
د هرات ښار په مرکز کې د ځمکلاندې لارې د پروژې د پاتې برخو د قیر اچونې چارې تېره شپه د هرات ښاروالۍ له لوري بشپړې شوې.
د هرات ښاروالۍ مسئولین وایي، چې د دې برخې د چارو په بشپړېدو سره د. . .
د هرات ښاروال او مل پلاوي د ښار په بېلابېلو ناحیو کې د پراختیايي پروژو د چارو له بهیر څخه لیدنه او څارنه وکړه.
د هرات ښار په پنځلسګونو ناحیو کې د پراختیايي پروژو د چارو له بهیر څخه د ښاروالۍ د رهبرۍ او مسئولینو د نظارتي پروګرامونو په دوام، دا ځل د هرات ښاروال محترم الحاج مولوي حمدالله نعماني، د. . .
د هرات ولایت د پنج ستاره هوټل پر دېوالونو د انکشافي پروژو انځورګري او رنګول، او د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظهالله د پیغامونو لیکل!
د هرات ولایت د محترم مقام د لارښوونې له مخې او د ښاري سړکونو او څلورلارو د ښکلا په موخه، د هرات ښاروالۍ د ښاري حکومتولۍ ریاست د فرهنګي او ټولنیزو چارو آمریت، د باغ اسلامي څلورلارې او د. . .
د هرات ښار د ماسټر پلان د معرفي کولو غونډه د سیمهییزو مسئولینو، ښاروالۍ او د ښار د پنځلسو ناحیو د ګذر وکیلانو په حضور کې ترسره شوه.
د هرات ښار ماسټر پلان په یوه غونډه کې، چې د سیمهییزو مسئولینو، ښاروالۍ، د ښاري پراختیا مسئولینو، علماوو، د پوهنتون استادانو، د پنځلسو ناحیو د ګذر وکیلانو او د انکشافي شوراګانو د. . .
د هرات ښار د څلورمې ناحیې اړوند د امام بخاري ۱۹۶ او ۱۹۸ کوڅو د اسفالټ او کانکریټي کانال جوړولو پروژه د شاوخوا ۵.۵ میلیونه افغانیو په لګښت پیل شوه.
د سړکونو د وضعیت د ښه والي، د سطحي اوبو د غوره مدیریت، د ښاریانو د تګ راتګ د اسانتیا او د ښاري زیربناوو د پراختیا په موخه، د هرات ښار د څلورمې ناحیې اړوند د امام بخاري ۱۹۶ او ۱۹۸ کوڅو د. . .
د هرات ښاروالۍ د پراختیايي بودجې څخه د څه باندې ۳ میلیونه افغانیو په لګښت د فاروقیه ګذر اړوند د ترانس کوڅې د اسفالټ او کانال جوړولو پروژه پرانیستل شوه.
د هرات ښار د دولسمې ناحیې اړوند د فاروقیه ګذر د ترانس کوڅې د اسفالټ او د دواړو غاړو د کانال جوړولو پروژې چارې، چې ۴۴۰ متره اوږدوالی او ۷ متره پلنوالی لري او ورسره ۳۶۰ متره کانال هم. . .
